وزیرستان: درې سوه زره کسان له کور کلي وتلي دي

Image caption تېره اونۍ رپوټونو کې ویل شوي و، له ۷۰۰۰۰ ډېر کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

پاکستان کې چارواکي وايي په شمالي وزیرستان کې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د وسله والو مخالفینو پر ضد د عملیاتو له پیل راهیسې درې سوه زره کسان له ځپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

په سختې ګرمۍ کې د بسونو او لاریو اوږده کتارونه د امنیتي اجازه لیک لپاره ولاړ دي چې د بنو ښار ته ننوځي.

دا وېره هم شته چې بیځایه شوي کسان ښايي د پولیو ناروغۍ له خورېدو سره مرسته وکړي، ځکه زیاتره یې ماشومان دي او د دغې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي هم نه دي.

تېره اونۍ رپوټونو کې ویل شوي و، چې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملياتو له امله له ۷۰۰۰۰ ډېر کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دوی ډېری اوس د کرک، ډېره اسمعيل خان، بنون او نورو شاوخوا سيمو ته کوچېدلي دي، چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي.

ځايي اوسېدونکي وايي په ميرانشاه او ميرعلي کې موټر نه شته او ډېری خلک کډه پر سر پياده له خپلو کورونيو سره د جګړې له سيمې ځان باسي.

بل لور ته د افغانستان سوېل ختيځ خوست سیمه ییز چارواکو دا وروتسو کې وویل، چې د شمالي وزیرستان له ناامنیو خوست د راوښتو کډوالو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.

د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي و، هره ورځ لسګونه کورنۍ د ډېورنډ له کرښې دېخوا کډه کېدو ته اړ کېږي.

د روانې جون میاشتې په نیمايي کې خوست چارواکو وویل، تر دې مهاله دغه ولایت ته ټول ټال ۶۶۴۲ کډوال ورغلي، چې وايي ۱۴۹۲ پکې ماشومان، ۶۰۶ لویان او ۵۴۲ ښځې دي.

د خوست د کډوالو چارو رییس محمد محسن په وینا، ځینو کډوالو ته یې لومړنۍ مرستې رسولې دي، خو د کډوالو د شمېر په ډېرېدو له حکومته د نورو مرستو غوښتنه کوي.

که څه هم وزیرستان کې د نارامیو له کبله ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین نه دی ورکړل شوی، خو د خوست روغتیايي چارواکو په خبره، دوی کډوالو شویو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ځینې ټیمونه چمتو کړي دي.

دوی وايي، تر اوسه یې یو شمېر کډوالو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي، چې دا لړۍ به دوام وکړي.

ورته مطالب