"د عملیاتو اصلي هدف د اورپکو ختمول دي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption والي وايي، دغه عملیات نه یوازې د ازبک اورپکو پرضد پیل شوي، بلکې د هغو تاجک، چیچن او چینايي سخت دریځو پرضد هم دي، چې د پاکستان د ننه پټ تخریبي کارونه کوي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب احمد خان ویلي، په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو اصلي هدف سیمه له اورپکو پاکول او د دوی د جرړو ایستل دي.

نوموړي پېښور کې بي بي سي په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، په شمالي وزیرستان کې به هغه اورپکي پرې نه ږدي، چې د هېواد په بېابېلو برخو کې مرګوني بریدونه طرح کوي.

دی وايي، ترهګر تر ډېره په قبایلي سیمو کې بریدونه طرح کوي، خلک تښتوي، خو دغه ترهګر به پرې نه ږدي، چې د بل هېواد پرضد فعالیتونه وکړي.

والي وايي، دغه عملیات نه یوازې د ازبک اورپکو پرضد پیل شوي، بلکې د هغو تاجک، چیچن او چینايي سخت دریځو پرضد هم دي، چې د پاکستان د ننه پټ تخریبي کارونه کوي.

ښاغلي خان ویلي، ترهګر او سخت دریځي نه یوازې د واکمن نظام د ړنګولو هڅه کوي، بلکې د خلکو ژوند یې تریخ کړی، اوس ټول وګړي جګړه نه غواړي.

ویل کېږي چې د عملیاتو په پیلېدو سره له شمالي وزیرستان نه ډېری سخت دریځي وتلي، خو پاکستاني چارواکي وايي، د قبایلو په نورو سیمو کې یې هم امنیتي ځواکونه ځای پرځای کړي، چې د اورپکو د لېږدېدو مخه ونیسي.

دوی وايي، چې دا ځل به اورپکې ترې خطا نه شي.

د شمالي وزیرستان د روانو عملیاتو د مهال وېش په اړه د خیبر پښتونخوا والي وايي، هڅه یې دا ده چې دغه عملیات ډېر زیات ونه غځول شي او ژر پای ته ورسېږي:

"د عملیاتو په پایله کې لسګونه زره وګړي بې ځایه شوي، زموږ کوښښ دا دی چې بې ځایه شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته راستانه شي".

والي وايي، د روانو عملیاتو په اړه له افغان حکومت سره نژدې اړیکي لري، چې د کامیابېدو لپاره یې دواړه حکومتونه ګډې هڅې کوي.

ورته مطالب