د پښتو سینما له اسمانه ګل بالي هم پرېوت

مراد علي (ګل بالي) د انځور حقوق
Image caption مراد علي (ګل بالي) په یو شمېر پښتو ډرامو کې لوبېدلی دی.

د پښتو سینما له اسمانه یو بل ستوری ولوېد.

مراد علي چې په ګل بالي یادېده، له اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.

جنازه یې د جمعې پر ورځ د پېښور په بالا ماڼۍ کې وشوه او همالته خاورو ته وسپارل شو.

د ګل بالي د مړینې اعلان د هغه ورور وکړ.

ګل بالي له څه مودې راهیسې د پېښور یونجي روغتون کې بستر شوی و، چې همالته یې ساه وختله.

ګل بالي له تېرو څو کلونو راهیسې د ځینو بې ماریو له کبله کمزوری شوی و.

هغه په یو شمېر پښتو ډرامو کې لوبېدلی، چې له مسخرې ډکې څېرې او ژبې یې مینه وال ډېر کړي وو.

خیبر پښتونخوا کې هنرمندانو د هغه مړینه د پښتو ادب او هنر کې یوه ضایعه بللې ده.

وړاندې د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب خان عباسي د ګل بالي او د سندرغاړي خیال محمد د وړتیا درملنې اعلان او سپارښتنه کړې وه.

ګورنر له دواړو سره د درملنې لپاره یوه اندازه مالي مرسته هم کړې وه.