پاکستاني پوځ وزيرستان کې ځمکني عمليات پيل کړي

د انځور حقوق AFP GETTY
Image caption د پاکستان پوځ دوه اوونۍ له هغه وروسته په شمالي وزيرستان کې ځمکني عمليات پيلوي چې هوايي بريدونو وسلوال په نښه کړل

د پاکستان پوځ وايي له افغانستان سره ګډې پولې ته څیرمه په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې یې ځمکني عملیات پیل کړي دي.

چارواکو ویلي په سیمه کې د وسلوالو طالبانو پر ضد روان عملیات اوس یوه نوي پړاو ته داخل شوي دي.

ویل کیږي چې د پوځ سرتېرو په میرانشاه کې کور په کور پلټنې پيل کړي او چارواکي وايي تر اوسه يې ۱۵ وسلوال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ ځمکني عمليات چې نن (دوشنبه، ۳۰، جون) سهار وختي پيل شوي په سیمه کې د توپونو او جنګي الوتکو له دوه اوونۍ بریدونو وروسته ترسره کېږي.

دوی وايي له سيمې د ځايي خلکو له وتلو وروسته په ميرانشاه او شاوخوا سيمو کې پوځ خپل ځمکني عمليات پيل کړل.

پوځ زياتوي چې په سيمه کې يې ماينونه او په کور دننه د جوړو شويو بمونو فابريکې موندلې دي.

دوی ادعا کوي چې په مير علي کې د توندلارو پر سنګرونو د توپونو، ټانکونو او درنو وسلو ډزې روانې دي او په نورو سيمو کې سخت دريځي محاصره کېږي.

د پاکستان پوځ له تېرو دوو اوونيو راهيسي په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان هوايي بريدونه کوي.

له شمال وزيرستان نه د عملياتو له پيل وړاندې او د عملياتو پر مهال لسګونه زره کورنۍ بېځايه شوي او بنو او شاوخوا سيمو کې استوګن شوي دي.

د پاکستان امنيتي سرچينې وايي د جون له ۱۵مې په پيل شويو عملياتو

کې له ۳۵۰ زيات توندلاري وژل شوي او ۱۹ يې ځانونه حکومت ته سپارلي دي.

دوی وايي د عملياتو پر مهال ۱۷ پوځيان هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وروسته له هغه پر شمالي وزيرستان د عملياتو کولو پرېکړه وکړه، چې د سولې په تړاو يې له پاکستاني طالبانو سره خبرې بې پايلې راوختې.

ورته مطالب