پاکستان کې سږ کال د پولیو ناروغانو شمېر ۹۵ دی

د انځور حقوق AFP
Image caption د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ډېری ناروغان د شمالي وزیرستان اړوند دي.

پاکستاني چارواکي وايي له خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو نه د پولیو ( ګوزڼ ) څلور نوې پېښې ثبت شوې دي، چې دې سره د سږ کال په اوږدو کې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۹۵ ته رسېدلې دی.

د پاکستاني لومړي وزیر میا نوازشریف له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د قبایلي سیمو په شمول د ټول هېواد له ۱۳ سیمو نه د روان کال اوږدو کې د پولیو ناروغانو ټول شمېر ۹۵ کسانو ته رسېدلی.

تیر کال اوږدو کې د پولیو ثبت شویو ناروغانو شمېر ۹۳ وو. څلور نوي ثبت شوي ناروغانو کې دوه پېښور، یو خیبر ایجنسۍ او یو د سند سانګړ سیمې اړوند دي. له سانګړ نه دا د پولیو لومړي ناروغ ثبت کېدل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په رپوټ کې ویل شوي وو، چې د پولیو ډېری ناروغان د شمالي وزیرستان اړوند دي.

شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۲ له جون میاشتې راهیسې د پولیو ضد واکسین ته اجازه نه ورکول کېده.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز خبرداری ورکړی و، چې شمالي وزیرستان کې به د پوځي عملیاتو له پیل سره سم د سیمې ډېری وګړي کډوال شي او وېره ده، چې د پولیو په ویروس ککړ کسان به دغه ویروس له ځان سره نورو سیمو ته ولېږدوي.

د یاد سازمان په وینا له دوو کلونو راهیسې په شمالي وزیرستان کې له ګوزڼه د ژغورنې واکسین نه دي ورکړل شوي. خو وايي اوس ، چې دغه اوسېدونکي له خپلې سیمې وتلي، کېدای شي ټولو وګړو ته پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

ورته مطالب