پېښور: د پوهنتون مرستیال مشر اجمل خان خوشی شو

اجمل خان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پروفیسر اجمل خان او د هغه چلوونکی د ۲۰۱۰ کال سپتمبر کې هغه مهال طالبانو تښتولي وو، چې له کوره پوهنتون ته پر لاره وو.

د پاکستان پوځي سرچینو ویلي، د خیبر پښتونخوا اسلامیه کالج مشر پروفیسر اجمل خان خوشی شوی دی.

اجمل خان څلور کاله مخکې پېښور کې له خپل کوره د دفتر پر لور پر لاره تښتول شوی و.

پوځي سرچینو ویلي، امنیتي ځواکونو په تېرو څلورو کلونو کې د نوموړي د موندلو هڅې کولې، چې بالاخره سږ کال وموندل شو.

دا واضح نه ده، چې مرستیال مشر د عملیاتو په لړ کې خوشی شوی او که سخت دریځو تښتوونکو خوشی کړی دی.

چارواکي وايي، تښتول شوی بېرته خپل کور ته رسول شوی دی.

پروفیسر اجمل خان او د هغه چلوونکی د ۲۰۱۰ کال سپتمبر کې هغه مهال طالبانو تښتولي وو، چې له کوره پوهنتون ته پر لاره وو.

د اجمل خان د تښتولو پړه طالبانو منلې وه، خو د خوشي کولو په مقابل کې یې د خپلو ملګرو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

له اجمل خان سره د هغه تښتول شوی چلوونکی تېر کال خوشی شوی و.

په تېرو څلورو کلونو کې د تښتول شوي اجمل خان پنځه وېډیويي پیغامونه خپاره شوي وو، چې د خپلو روغتیايي ستونزو په اړه پکې غږېدلی و.

د اجمل خان د خوشي کولو په تړاو د حکومتي کمېټې او طالبانو د استازو ترمنځ څو ځلې خبرې هم شوې، خو کومې پرېکړې ته نه وو رسېدلي.

په دې خبرو کې طالبانو د خپلو ځینو نیول شویو مېرمنو او ماشومانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

د روان کال مارچ کې هم د حکومتي کمېټې او طالبانو ترمنځ په دې تړاو خبرې شوې وې.

اجمل خان د پېښور پوهنتون یو چارواکی او بیا د ډېره اسمعیل خان د ګومل پوهنتون مرستیال مشر شو.

ورته مطالب