پښتونخوا کالم: پېريان ماماګان

د انځور حقوق EPA

پاکستان کشمالو دى!!

په کشمالو کې پېريان دي!!

پېريان ښکاري نه خو ورانکاري دي. ورانی یې په نظر راځي!!

د چین دېوال غورځېدلی نه دی، جوج ماجوج نه شته!!

د قاف غره نه ښاپېرۍ راؤړېدلې نه دي!!

زموږ ټول وطن د خپلو پېريانو نه ډک دی. خلک ورته له وېرې پېريان ماماګان وايي. د هغوى خوريونه نه شته او نه چاته خوريونه واي ځکه چې نه خور لري او نه د خور برخه مني.

په پاکستان کې د سياست په میدان کې دوه خوېندې يادېږي. يوه یې فاطمه جناح وه. ډېموکراسي پلوو به د ايوب خان پر ضد د ملت مور (مادر ملت) یادوله.

پېريانو ويلي وو، موږ خور نه منو نو تاسو د ملت مور موږ ته څه له يادوئ؟ يعنې هغوى د مور او خور دواړو نه منکر شوې وو.

ايوب خان ورته د خپلې قبيلې ښکارېدو. پېريان ماماګان د ايوب خان په څېره کې تر اوږدې مودې پورې پاتې شول.

د پېريانو په ډولۍ کې ورله د حضرت اۤدم له کوره ''غنم'' راتلل. دا هاغه زمانه وه چې نه غنم دومره ګران وو او نه د پاکستان تمغې، اعزازونه او مډالونه.

د پاکستان د پېريانو سره يوه ''محترمه'' را پیدا شوه. بېنظير بهټو یې نه د خور په حېث ومنله او نه د ''بي بي'' په نوم وزغمل شوه.

پېريانو په رڼا ورځ مړه کړه، ځکه چې دا خپلوي هغوى نه مني. که ډېموکراسي، سياست، پارلمان، اعلٰى بالا اېوانونه، هر څوک ورته له وېرې ماماګان هم ووايي، خو په پاکستان کې د حضرت اۤدم او پېريانو ماماګانو تعلق او تړون نه کېږي.

ډېرو ادم زادو له ځانه پېريان هم جوړ کړل خو د پېريانو د ''بوى حِس'' ډېر زيات تېز وي، که ادم زاد غوښه خوري نو هغوى هډوکي هم نه پرېږدي.

دا پېريان ماماګان په هيچا باور نه کوي. د اِنس او جن دا جګړه خو له ډېره وخته پیل شوې ده، هغه وخت چې ابليس وویل!!

زه اۤدم ته سجده نه کوم، دا خو خاوره ده، زه اور يم، اور به خاورې ته سجده کوي!!؟؟

د واکمن ګوند او اپوزېسیون دوه ډلې په جنت کې پېدا شوې. دا د جنت لومړی بغاوت و.

دا دومره قوي بغاوت و چې ځمکې ته راکوز شو. ځان سره یې ځمکې ته جنت او دوزخ ښکته راوويشتل.

اِنس په هابيل کې او جن په قابيل کې ننوتل. شیطان په ځمکه لومړۍ جګړه وګټله.

پېريان، جنات دومره پیاوړي شول چې اوس دوی د انسانانو او د ځناورو په څېره کې هم راتلای شي. موږ د څېرو بدلولو دا ''درېیم قوت'' د ځمکې په مخ په مختلفو ډولونو وینو.

هر ځای دوه قوتونه واکمن ګوند او اپوزېسیون ښکاره وي خو درېیم قوت نه ښکاري. دا جنات او پېريان دي چې موږ ورته له وېرې نه پېريان ماماګان وايُو.

د غريبو هېوادنو پر ځمکو شیطان د خلې نه اور پوکلي دي. له اوره جنات او پېريان را پیدا شوي دي. اور وايي ''بايد و دې سوځي''.

چې ځمکه سوځي او اور بلېږي نو د شیطان اولاد نور نور زياتېږي. چې په ځمکه شر وي، بشر به په اور سوځي، ځکه چې شر شېطان وي، شیطان اور دی.

بشر خاوره ده، خاوره په اور سوځي!!

زموږ په خاوره کې شیطان دومره اور پوکلى چې اوس د ځمکې په ګېډه کې ډېر زیات شیطانان دي. دومره اور دی چې د امو نه راونيسه د اباسين پورې اوبه هم د اور بهېدونکې لاوا ده.

له داسې پیاوړي قوت سره حضرت ادم له ځانه شیطان جوړ کړو، خو چې شیطان په حضرت ادم باندې خپله برخه جنګي شيطانۍ وکړې نو بيا یې ورته وویل!!

ته خاوره یې، موږ د اوره يُو

ته انس یې، زه جن!!

ته ښکاره یې، موږ پټ اوسو!!

ستا یوه څېره ده، موږ څېرې بدلوو!!

ستا عمر ''پنځه کاله'' دى، زه ډېر اوږد ژوند لرم!!

ستا برخه ژوند هم زه تېرووم. ته چې ورته خپل عمر وایې، هغه هم زما دی، ستا په څېره په تا کې زه يم!!! خو په ما کې ته راننوتی نه شې.

پېريان ماماګان په هر حال له موږ سره دي. په موږ پېريان ناست دي.

ټول وطن پېريانى دی. د دوى مرکز د قاف غر په نامه يادېږي. او يا به پخوا خلکو ویل چې دوی په خوشې ځای کې اوسي.

خو زمانه نوې شوې ده، حالات بدل شوي دي. دا مهال پېريان ماماګان په عصري څېرو اسلام اباد کې تاوېږي. دوى په مړو کې ورننووځي او نڅا پرې کوي.

لنډه اوږده دا ده چې دا ټول وطن د پېريانو ماماګانو دی. هر چا ته بل کس پېری ښکاري ځکه خو د واسکټ، څادر، او پټکي ډېموکراسي چې عمران خان او طاهر القادري ته ګوري نو د خپلې وېرې څرګندونه په دې لنډۍ کوي!!

دا ستا په سترګو کې پېريان دي

چې په تا راشي غوټې ما له راکوينه

ورته مطالب