وزیرستان پوځي عملیاتو کې ۱۵ سخت دریځي وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي شمالي وزیرستان کې د سخت دریځو پر مرکزونو په هوايي بریدونو او له دوی سره په یوې مخامخې جګړې کې یې لږ تر لږه ۱۵ سخت دریځي وژلي دي.

پوځ زیاتوي چې په جګړه کې یو امنیتي چارواکی هم وژل شوی دی.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) د شنبې پر ورځ (سپتمبر ۲۰مه) په یوې خپره شوې بیانیه کې ویلي چې پوځي جنګي چورلکو د شمالي وزیرستان په غلام خان غورشاټي سیمه کې د سخت دریځو پر دریو مرکزونو بریدونه کړې دي.

بیانیه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د سخت دریځو مرکزونه او له مهماتو ډک درې ګاډي ویجاړ کړای شوې او ۱۲ سخت دریځي وژل شوي دي.

د آی ایس پي آر په وینا د شمالي وزیرستان په بویه سیمه کې هم د امنیتي ځواکونو او سخت دریځو تر منځ په جګړه کې درې سخت دریځي او د امنیتي ځواکونو یو مرستیال صوبېدار وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د پاکستان پوځ د (ضرب عضب) په نامه عملیات دوام لري.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د شمالي وزیرستان شاوخوا ۸۰ سلنه سیمې یې د سخت دریځو له شتون نه پاکې کړې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه څو ورځې وړاندې له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي وو چې شمالي وزیرستان کې یې د روانو عملیاتو له کبله پر پاکستان د طالبانو د سمبال شویو بریدونو وړتیا له منځه وړې ده.

بل خوا د خیبر پښتونخوا په سوات کې د طالبانو ضد سولې کمېټې د دریو کارکونکو د وژل کېدو له پېښې وروسته دلته حالت نورمال شوی دی.

درې ورځې وړاندې د سوات په بره بانډي او کبل سیمو کې وسله والو کسانو د حکومت پلوي سولې کمېټې درې کسان په بېلا بېلا پېښو کې په ډزو وژلي وو.

له دې پېښې وروسته ځايي چارواکو د سوات په ګڼو سیمو کې ګرځبندیز لګولی و او کور په کور تالاشۍ یې تر سره کړې وې.

ځايي خلک وايي چې د ګرځبندیز له کبله د سیمې ډېری سوداګریز مرکزونه او لارې بندې شوې دي چې له کبله یې عامه خلک له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د سوات د هدفي وژنو په پېښو کې د طالبانو ضد سولې کمېټو ګن کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب