پښتونخوا کالم - د سولې نړيواله ورځ

د سپتمبر ۲۱مه د سولې نړيواله ورځ ونومول شوه

د سپينو کوترو د الوتلو رسم به شوى وي

د لفظونو صدقه به د سولې په نامه ادا شوې وي

د سولې لاريون!!

د سولې وینا ګانې!!

د سولې پیغامونه، دا ټول، د دې نړيوالې ورځې یوازې د یوې ورځې احساسات دي!!!

موږ سوله غواړو.

دا ورځ په نړيواله کچه په پرمختللي هېوادونو کې يو شان لمانځل کېږي. خو زموږ په سیمو کې له افغانستانه تر پاکستانه او بيا د پاکستان د پښتنو سيمو په کرښه د سولې نړيواله ورځ يوه سواليه نښه ده.

د نړۍ نورو هېوادونو کې د سولې د سپينو کوترو رنګونه تک سپين دي او هغوى د سمندر په غاړه الوځي هم او وېره هم نه کوي.

زموږ د کوترو رنګونه د سولې ښکارندويي نه کوي. زموږ کوترې خو دومره وېرېدلې دي چې په لپه کې ورته دانې ونيسئ نو بيا هم درله خوا له نه راځي!!!

دا ورځ چې زموږ له خوا لمانځل کېږي نو مختلفې پروژې او تنظيمونه کوترې په بیه اخلي. دغه کوترې چې کله د لاسونو د پړکا سره د اسمان طرف ته د سولې په صدقه والوزي نو حیرانې شي!!

دوى خو ټول عمر موږ ښکار کړي يُو، په پنجرو کې مو بندې ساتي. دا نن مو په هوا ولې الوزوي؟ خو کوترو ته دا پته نه شته چې د دوى د الوتو د سر بیه هغوى په ډالرو تر لاسه کوي.

دغه شان يوه پېښه ما په خپلو سترګو ليدلې ده. د امریکا حکومت مرستندویه ادارې د يوې پروژې له لارې د سولې ورځ لمانځل کېده. په يوې بوجۍ کې تړلې کوترې راوړل شوې، د هغوى رنګونه سپين نه وو، تور يا خړ وو، ځکه چې سپينې کوترې دلته نه پیدا کېږي. چې کوترې په هوا کې والوزول شوې نو يو څو په کې وزر ماتې را اوختې، هغوى لږ وزر ووهلو او بيا په ځمکه راپرېوتې.

دغه د سولې په نامه الوزول شوې کوترې به پیشو خوړلې وي، دوی د سولې پر ځای د نا امنۍ ښکار شوې.

ان دغه شان زموږ د غريبو هېوادونو ولسونه چې د سولې نړیواله ورځ لمانځي، په امن کې نه دي.

نور قامونه چې دا ورځ يادوي، هغوى د خپل پرمختګ، خوشالۍ، سوکالۍ او د پایښت لپاره د سولې نړيواله ورځ لمانځي. مونږ چې دا ورځ رسماً يادوو، نو موږ د غریبۍ د کرښې نه لاندې ناوړه ژوند تېروؤ، خوشالي او سوکالي د دغه کرښې نه ډېره بره پاتې کېږي.

کوم قامونه چې د نړيوالې ورځې د معنوي احساس نه هم لرې پاتې شي، د هغوى په شکل د نړيوالو ورځو هره مانا غلطه شي. او چیرته چې د ننني ژوند مانا غلطه شي هلته به د انساني قدرونو احترام څهٴ وي!!؟؟؟

موږ د هور په جزيره اباد يُو، د پردي سیند څخه خپله لاهور باندې اوبهٴ اچوؤ، د اور د مړ کولو لپاره د اوبو پور اخلو. موږ دومره پوروړي يُو چې اوس زموږ کوم بچى نوى زېږېږي هغه هم میلیاردونه ډالر پوروړی وي. کوم ماشومان چې د مېندو په ګېډو کې دننه د نوي دنيا لپاره د نوي ژوند د پړاوونو څخه تېرېږي، هغوى هم پوروړي دي.

زموږ په هوا کې الوتونکې کوترې د سولې د نړيوالې ورځې او د نورو پروګرامونو لپاره د امن په ښکارندويی خرڅې شوې دي.

زموږ حاکم او محکوم دواړه ''زرخريد غلامان'' دي. د غلامۍ په عادت دومره عادي دي چې خپلواکي ورته بغاوت ښکاري. بغاوت ورته داسې ګناه معرفي شوې ده چې دله توب ته ښه سړيتوب او ثواب وايي!!

ثواب یې د جنت د دروازې کونجي ياده کړې ده!! او جنت ته هم داسې په کتار ولاړ وي، لکه مېږې چې کتار نه ورانوي. که د چا يقين نه راځي نو د سولې د نړيوالې ورځې په عینکو کې دې ورته وګوري!!

د پېښور بانکونو مخې ته د پښتنو کډوالو د غریبۍ کتارونه ولاړ دي. د يو کور په سر درې زره کلدارې د حکومتي کومک په نامه ورکول کېږي. د بانکونو د پېسو اوتومات ماشینونه یې ورته خراب کړې وي، چې څوک د حکومت په دريو زرو کلدارو کې د بانک چارواکي له بډې ورکوي، هغوى کومک ترلاسه کوي.

راشئ د نړۍ د امن علمبردارو!!!

وګورئ د امن د نړيوالې ورځې په عینکو کې د پښتون افغان بې وزله ژوند ته !!

داسې خلکو ته به دا ورځ څهٴ ياده شي!!؟؟ او څنګه به یې لمانځي!!؟؟

اى د سولې نړيوالې ورځې!!

ستا مانا ډېره ښکلې!! ستا يادګيرنه د ټول انسانيت لپاره احترام دى، خو په کومه سیمه کې چې انساني قدرونه او انسانيت د اشرف المخلوقات صفت بايللى دى، د هغوى لپاره د ټولې نړۍ د سولې احساس يوه ډوډۍ ده، يو څادر، يو پټکى، يو پړونى، يوه لوپټه لويه دنيا ده!!!

ورته مطالب