پاکستانی پوځ وزیرستان کې د ۱۵ اورپکو د وژلو ادعا کوي

د انځور حقوق Getty
Image caption د پاکستان پوځ وايي، په وژل شویو کې ولسي وګړي هم دي

د پوځ په وینا شپې مهال د اورپکو په پنځو پټنځایونو بریدونه شوي، چې وايي وژل شویو کسانو کې بهرني وسله وال هم شامل دي.

خبریالان وايي دغه نیمه خپلواکه سیمه کې د القاعده او تحریک طالبان پاکستان په شمول ګڼ سخت دریځه اسلامپاله وسله وال مېشت دي.

د پاکستان پوځ وايي، د ضرب عضب په نامه په دې بمبارۍ کې جیټ الوتکو ګډون کړی.

پوځ وايي، دغه بمباري یې د شمالي وزیرستان شوا سیمه کې د تېرې شنبې او یکشنبې په شپو کړې ده.

د پوځ د مطبوعاتو برخه وايي، شوال کې په عملیاتو کې د اورپکو پنځه ځایونه هم ویجاړ شوي.

پوځ مني، چې په وژل شویو کې پر اورپکو سربېره ولسي وګړي هم دي.

د تېر جون پر ۱۲ مه په شمالي وزیرستان د پاکستان پوځ د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړل.

د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې تر اوسه یې په عملیاتو کې تر زرو ډېر اورپکي وژلي دي.

پوځ وايي، عملیات یې کامیاب وو او دوی خپل هدف ته پکې ورسېدل، خو له سیمې زرګونه وګړي ګاونډیو سیمو او ان د افغانستان سرحدي خوست ولایت ته وکوچېدل.

سیمې ته د ازادو رسنیو د ورتګ فرصت نه شته، یوازې یوځل پوځ کورنیو او بهرنیو رسنیو ته اجازه ورکړې، چې د شویو عملیاتو په اړه خبریالان سیمه پخپلو سترګو وګوري.

حکومتي چارواکي وایي، د عملیاتو پرمهال له شمالي وزیرستان نه ۵۳ زره کورنۍ کډه شوې دي.

ورته مطالب