کوټه کې درې کسان وژل شوي

د انځور حقوق Getty
Image caption تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې

د ډیورنډ پر کرښه قبایلو سیمو بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې د بمي برید او ډزو په ترڅ کې درې کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

د ځايي پولیس چارواکو په وینا، دغه پېښه د ډبل روډ په سیمه کې رامنځته شوې او دوه سلمانۍ پکې په نښه شوې دي.

د پولیسو په وینا، پر موټر سایکل سپرو ناپېژاندو وسله والو پر دوو دکانونو لاسي بمونه وغورځول او بیا یې ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا په دغه برید کې په دوکانونو کې موجود کسان په نښه شول.

د روغتون چارواکي وايي، د پېښې له ځایه درې مړي او یولیس ټپیان ور وړل شوي دي.

چارواکي وايي، په چاودنه کې وژل شوی کس د پنجاب د بهاولپور ښار وګړی دی او ټپیان هم د پنجاب دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.

په بلوچستان کې مخکې هم په پنجابیانو ډزې کیدې او تر برید لاندې راتلل چې له کبله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

ورته مطالب