کوهاټ: د سپرلۍ پر موټر چاودنې شپږ کسه وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چاودیدونکي توکي په یوه پلاستیکي کڅوړه کې ایښودل شوي وو

د خیبر پښتونخوا ایالت په سویلي کوهاټ سیمه کې چارواکي وايي، د یوې بمي چاودنې له کبله د مساپر وړونکي ګاډي شپږ مساپر وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا وژل شوي کسان شیعه ګان وو.

د پولیسو په وینا دغه چاودنه د شنبې په سهار (اکتوبر ۴) د کوهاټ ښار له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې پېښور چوک کې رامنځته شوې.

د کوهاټ پولیسو مشر سلیم مروت بي بي سي ته وویل، یو سوزوکی موټر د ښار څنډې استرزی سیمې ته پر لار و، چې د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی بم پرې وچاودېد. نوموړي وویل، چاودیدونکي توکي په یوه پلاستیکي کڅوړه کې ایښودل شوي وو.

عیني شاهدان وايي، د چاودنې له کبله دوه سوزوکي ګاډي په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

ټپیان د کوهاټ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي چې ماشومان او مېرمنې هم په کې شاملې دي.

پولیس وايي، له چاودنې وروسته په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي او د پېښې له ځایه یې څو شکمن کسان نیولي دي.

پولیس وايي، داسې ښکاري چې په چاودنه کې پنځه کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي کارول شوي وو.

څو میاشتې مخکې هم د کوهاټ په پېښور څلور لارې کې یو سوزوکي ګاډی د بمي چاودنې ښکار شو چې یو شمېر خلک په کې ووژل شول.

خبریالان وايي د تاوتریخوالي اوسنۍ څپه ښايي د طالبانو له لوري د پاکستان حکومت ته د هغو پراخو عملیاتو غبرګون وي چې د دوی پر وړاندې یې په شمالي وزیرستان کې ترسره کړل.

ورته مطالب