وزیرستان کې څارګرې الوتکې درې کسان وژلي

Image caption د روان ۲۰۱۴ کال له پیله د امریکا څارګرو الوتکو ۱۳ بریدونه کړي، چې ۱۲ یې په شمالي وزیرستان او یو یې په جنوبي وزیرستان کې و.

د ډیورنډ پر کرښه شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه څارګرې الوتکې یو موټر په نښه کړی، چې لږترلږه درې کسان پکې وژل شوي.

پاکستاني سرچینو ویلي، برید تېره شپه د افغانستان پر پوله د شمالي وزیرستان په لیرې غرنۍ دته خېلو سیمه کې شوی دی.

دوی وايي، بې پیلوټه الوتکې دوه توغندي پر یوه موټر توغولي، چې لږترلږه درې اورپکي پکې وژل شوي.

د سرچینې په وینا، موټر په برید کې په بشپړ ډول ویجاړ شوی، خو تر اوسه دقیقه نه ده، چې وژل شوي د کومې سخت دریځې ډلې غړي دي.

دا له تېرو څلورو ورځو راهیسې په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې پنځم برید دی.

چارواکي وايي، پنځم برید د افغانستان او پاکستان پر پوله د شمالي وزیرستان دته خېلو سیمې په شوال کې شوی.

پر وزیرستان د ډرون بریدونه داسې مهال بیا ډېر شوي، چې په سیمه کې د حکومت له لوري د اورپکو پرضد له تېرو نژدې درو میاشتو راهیسې د (ضرب عضب) یا د تورې ګوزار په نامه عملیات دوام لري.

پوځ وايي، په روانو عملیاتو کې د شمالي وزیرستان نژدې ۸۰ سلنه خاوره له اورپکو پاکه شوې ده.

ځايي چارواکو ویلي، د پوځ د عملیاتو له کبله زیاتره اورپکي شوال او دته خېلو سرحدي سیمو ته تښتېدلي دي.

دوی وايي، دته خېلو کې ځینې سیمې پاکې شوې، خو اورپکي ډېرو لیرو غرنیو سیمو ته تللي.

د ځینو سرچینو له مخې، د روان ۲۰۱۴ کال له پیله د امریکا څارګرو الوتکو ۱۳ بریدونه کړي، چې ۱۲ یې په شمالي وزیرستان او یو یې په جنوبي وزیرستان کې و.

ورته مطالب