مومند ایجنسۍ: پر کورونو د چاپو خلاف د مېرمنو لاریون

د انځور حقوق b
Image caption لاریون کوونکو د سیمې مرکزي سړک د هر ډول تګ راتګ لپاره وتاړه

قبایلي سیمې مومند ایجنسي کې مېرمنو او ماشومانو د امنیتي ځواکونو لخوا پر کورونو د چاپو اچولو ضد لاریون کړی او په سویلي وزیرستان شکۍ سیمه کې یوه چاودنه کې یو کس وژل شوی دی.

ځاي اوسېدونکي وايي، د مومندو ایجنسي حلیم زیو سیمې په دربه خیلو کې لسګونه مېرمنې د امنیتي ځواکونو لخوا پر کورونو د چاپې اچولو او ( بې ګناه خلکو د نیولو پر خلاف) مومندو، باجوړ سیمو تر منځ سړک ته راووتې او لاریون یې پیل کړ.

لاریون کوونکو د سیمې مرکزي سړک د هر ډول تګ راتګ لپاره وتاړه.

سیمې کې خبریالان وايي، مېرمنو او ماشومانو تر دریو ساعتونو پورې لاریون ته دوام ورکړ او په دې دریو ساعتونو کې مرکز ته د ګاډو تګ را تګ په ټپه ولاړ وو.

دوی وايي، لاریون کوونکو غوښتنه درلوده چې دوې ورځې مخکې امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي کسان باید ژر تر ژره خوشي شي.

دوی وايي، کله چې سیاسي چارواکو لخوا دوی ته ډاډ ورکړل شو، مېرمنو او ماشومانو لاریون پای ته ورساوه او وروسته له هغه د مومندو باجوړ لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستله شوه.

تېرو څو ورځو راهیسې په مومندو ایجنسي کې پر امنیتي ځواکونو او د پولیو واکسین پر کارکوونکو بریدونه ډېر شوي او په سیمه کې وضعیت په خرابیدو دی.

د یادونې ده، چې قبایلي سیمو کې داسې ډېر لږ شوي، چې مېرمنو او ماشومانو پر سړکونو احتجاج کړی وي.

په سویلي وزیرستان کې بیا چارواکي وايي، د یوه ریموټ کنترول بم په چاودنه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د سویلي وزیرستان یوه چارواکي په وینا د جمعې په سهار سویلي وزیرستان د شکۍ په سیمه کې دغه چاودنه شوې.

د دوی په وینا دوه کسان پر سړک روان وو، چې د سپرلۍ ګاډی یې پر ریموټ کنترول ماین وربرابر شو.

د چارواکو په وینا په چاودنه کې باخان نومی یو کس وژل شوی، چې د ځینو ځايي اوسېدونکو په وینا قبایلي ملک دی او بل کس ټپي دی.

خو چارواکو دغه خبر نه دی تایید کړی.

تر دې دمه د دغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

له څو کلونو راهیسې په قبایلي سیمو کې د طالبانو پر مخالفو قومومي مشرانو بریدونه کېږي، چې پکې سلګونه کسان وژل شوي دي.

ځیني وختونه اورپکې ډلې د دغو بریدونو پړه پر غاړه اخلي.

ورته مطالب