تیرا کې بمي چاودنې ۵ کسان وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د تیرا په دره کې له څه مودې راهیسې کړکېچ روان دی.

پاکستاني چارواکي وايي د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ تیرا سره نږدې په یوې چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

ځايي چارواکو ویلي د تیرا درې په پیر مېله سیمه کې د سولې د ځايي کمېټې غونډه روانه وه چې چاودنه وشوه.

ویل کېږي په غونډه کې د رضا کارانو تر څنګ ځايي خلکو هم ګډون درلود.

د ځايي چارواکو په وینا په مړو او ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د سیاسي ادارې چارواکي وايي تر اوسه څرګنده نه ده چې دا ځانمرګی برید و او که چا هلته چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.

خو ځايي سرچینې وايي چې دا ځانمرګی برید و او دا چې بریدګر د غونډې په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه.

دوی وايي چې د سیاسي ادارې چارواکي سیمې ته روان شوي دي.

د تیرا درې دغه سیمه د ایجنسۍ له مرکزه خورا لرې ده او د اورکزي ایجنسۍ سره پوله لري. په دې سیمه کې د مخابراتو سیستم هم سم کار نه کوي.

خیبر ایجنسۍ کې ځايي خلکو ویلي چې ټپیان یې نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدولي دي.

دغه برید د زخه خیل قوم په سیمه کې شوی دی چې څه موده مخکې په کې د سولې د کمېټې دفتر پرانیستل شوی و.

د تیرا په دره کې له څه مودې راهیسې کړکېچ روان دی.

په دې پراخه سیمه کې ګڼې سخت دریځې ډلې فعالیت لري چې امنیتي ځواکونه پرې ځنډ په ځنډ هوايي بریدونه کوي.

سیاسي اداره

بل خوا مومند ایجنسۍ او د خیبر پښتونخوا په سیمه هنګو کې د تاوتریخوالي په دوو جلا پېښو کې د سولې د کمېټې یو رضا کار او دوه سخت دریځي وژل شوي دي.

د مومند ایجنسۍ صافي ګندارو سیمه کې د سولې کمېټې پر پوستې نا پېژاندو کسانو برید وکړ.

د ځايي چارواکو په وینا برید کې د سولې کمېټې یو رضا کار خان ګل ووژل شو. دغه پېښه د سې شنبې پر شپې را منځ ته شوه.

د دې تر څنګ د خیبر پښتونخوا د هنګو دو آبه سیمه کې د امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ناپېژندل شوو کسانو پر امنیتي چارواکو برید وکړ.

حکومتي سرچنیو ویلي چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې دوه سخت دریځي وژل شوي دي.

ورته مطالب