پښتونخوا کالم – کابل کې د امان الله خان کاسي اخري سلګۍ

Image caption وګوره، څه عجیبه سړی وې. د اجل فرښته هغه ځای ته درغله چې تا غوښتل.

یو سیاسي مبارز چې زندانونه ورته حیران وو!

د سرو بیرغونو د لاریونونو مخکښ!

د پولیسو د کوتک مارۍ او اوښلن ګاز پر وړاندې لکه غر ولاړ!

له مزاحمت سره دومره بلد چې مزاحمت به ویل، که ما لیدل غواړئ نو دا سړی ووینئ!

د قومي خوځښتونو دومره عملي ملاتړی او حصه دار چې د غني خان د دې شعر هنداره و:

جنګ له دی منصور روان، توپ او نه تفنګ لري!

په رنګ تک سور، د مخ نه یې وینې څڅېدې!

د سر وېښتان یې تک سپین، پاک سپېڅلی لکه ښکلي ښکلي خلک!

کلک پښتونستانی! لکه چې په دې عقیده وي چې زما پښتونستان د پاکستان دننه نه دی!

په ټولو پښتنو، ټولو افغانانو او خپلواک افغانستان دومره مین چې د ساه اخري سلګۍ یې په کابل کې ورکړه او د خدای حضور ته د ازاد، خپلواک او ژمن پښتونستاني په حیث ورغی. په پښتونولۍ یې سلام او احترام او په ګور یې نور شه.

دا د کوټې ملک امان الله خان کاسي دی چې د پښتونستان د ویاړمنې ورځې د لمانځلو لپاره کابل ته ولاړ!

په وروستیو ویناوو کې یې دا څرګنده کړه چې یو پښتون افغان د قومي یووالي د وجود لپاره یو تاریخ او یوه جغرافیه لري. په دغه عقیده د افضل خان لالا پلوی او له خپل دریځ او موخې نه په شا کېدونکی ملک امان الله خان کاسي اوس په موږ کې نه شته.

زه په داسې عجیبه لاره ولاړ یم چې ډېر سپین ږېري، سیاسي، انقلابي، مبارزین، شاعران، ادیبان او د قلم مینان مې د ژوند د لارې په ګټ پېرونو له سترګو پناه شول او د دې لارې هر ګټ پېر د بېلتون غږ دی، بیا لیدل دي.

زه دغه غږونه اورم او بیا ورله د حرفونو وجود جوړوم. یوه ورځ به په یوه ګټ پېر زه هم یو غږ شم. نه پوهېږم چې زما غږ به د حرفونو وجود هم ومومي او که نه، خو زه به ډاډه یم چې ما غږونو له ساه ورکړې وه.

خلک مرګ ته (فنا) وايي، زه ورته (پناه) وایم. فنا د هغو خلکو لپاره ده چې د مقصد لپاره راغلي وي خو بې مقصده لاړ شي.

محترم ملک کاسي صیب!

ای د ولي خان ملګریه!

د زوړ نېپ نه راواخله د ای این پي د نوي سیاست پورې!

د حیدرآباد محکمې نه د ایم آر ډي تر قیدو بنده پورې!

د پښتونستان نه تر خیبرپښتونخوا پورې!

دا ټول غني غني سفر...خو د هر سفر په اخري پړاو حیران پاتې شوی یې!

تا ته په حیدرآباد کې بلوچانو وویل، موږ خو باغیان یو، غداران یو، د خپل جرم سزا تېروو. دا تاسو د کوم جرم سزا خورئ!؟

تا ته ای این پي د نوي سیاست په عینکو کې داسې وکتل لکه ښاپېرک ته چې مارغانو ویلي وو، ته ځناور یې، بچی له ګېډې پیدا کوې او شیدې ورکوې! ځناور ورته وویل، ته مارغه یې، الوت کوې، حال دا چې ته ښاپېرک نه، شهباز وې، خو نوی پاکستان ګیر سیاست په ښاپېرک او شهباز کې توپیر نه شو کولی.

ته د خیبر پښتونخوا په برید حیران ودرېدې. چې دا زما کومه لاره شوه؟!

نه د لر شوم، نه د بر، نه اګاه شوم، نه خبر شوم، نه بولان شوم، نه باختر شوم!!

باز مې کارغانو سره ولاړ

مردارې غوښې به یې خوارک شي مړ به شینه

ای زما سپین ږیری مینه واله!

تا د باچا خان او ولي خان سره یو اوږد سفر کړی او بیا په چولي میدان پاتې شوی یې. دا یوازې ستا غمیزه نه ده. په خواشینۍ سره زموږ یو قومي خوځښت هم خپله نتیجه نه لري.

انقلاب خو لرې، ډېر لرې پاتې کېږي. موږ لا اېنځر کرلي هم نه وي چې اېنځرګل غواړو. موږ زرغون شاه ته هم ږیرې سپینې کړې دي. زرغون شاه د قاف غره ښاپېری دی. هلته به ورپسې څوک ځي. قاف غر په خپل ځای پرېده، موږ خو دلته کشمالو ته هم د پېریانو له وېرې نه شو تللی.

چا چې کشمالو په څڼو کې ټومبلی وي، هغوی پېریانو اسلام اباد ته اوچت کړي دي. دا هغه اسلام اباد دی چې یو ولي خان په کې له دریو غړو سره د ټول پاکستان د اپوزیسیون مشري کوله. اجمل خټک په کې ملنګي کړې ده. د دریو مرلو کور ته ترې خالي لاس راغلی دی.

اوس په کې سرونه داسې له نرخه پرېوتي لکه کلداره چې پرېوځي، ځکه اوس هوښیار خلک د ډالرو حساب ساتي!

ای د پښتونستان ارماني!

پښتنو ټول عمر د ارمان فصلونه رېبلي دي. د خوش بینۍ لاړې یې له حقله تېرې کړې دي چې د سرو غرمو تنده ماتوم خو د دومره اوږدې روژې تنده یوازې په لاړو کله ماتېږي.

تا چې څه ته ارمان ویل، هغې ته نوي اسلام اباد پاکستان ګیر سیاست افسانه ویلې ده. دا افسانه د ډېرو خلکو د سیاست تاج دی خو نوی دور تاج نه په سروي. بیا ترې وږې تږې رعایه غوښتنه کوي او دا خلک په دې عقیده دي چې درشم څه به راکړې، چې راشې څه به راوړې؟؟

ای د لر او بر یو افغان منونکیه!

ستا پښتونستان افسانه نه وه، د دواړو خواوو سیاسي عکس العمل و. په یو بل یې پښې دربولې ګنې ملنګ جان به ولې ویل:

چا غوږ کې را ته وویل چې جانان مه یادوه

د سرو شونډو د پاسه سور پېزوان مه یادوه

زه ستا ناساپي مړینه، چې زه ورته (پناه) وایم، (فنا) ورته نه وایم، ډېر لرې را وستم. ستا ملاقاتونه، ستا خبرې، ستا لیکونه، ستا مرکې، لیکوالانو سره ستا اړیکې او تړون، دا هر څه را یادېږي.

زه مړی یادوم. ما سره بوډاګان، مشران، ګوښه نشینان، د پردې تر شا خلک دي، زه یې خپل مشران بولم. خلک وايي ته مړی ولې دومره یادوې؟ زه وایم، دا مړی له ژوندو نه ښه دی. هغوی پناه دي نو زما لپاره بقا دي. ډېر خلک ژوندي وي خو مړه دي. په ژوندون فنا دي. په دغه لړۍ کې زه تا هم په هماغه مینه یادوم.

وګوره، څه عجیبه سړی وې. د اجل فرښته هغه ځای ته درغله چې تا غوښتل. له دې نه د با وقاره، پښتون افغان غرور ډک مرګ به نور څه وي!؟

د پښتونستان وروستي جشن ته ستا اخري سلام او ستا دغه با وقاره احساس او عمل ته لیکوال په ډېر درناوي او احترام ګوري.

په لوی الله ګران شې!!

ورته مطالب