امریکا ملالې یوسفزۍ ته د ازادۍ میډال ورکړ

د انځور حقوق Getty
Image caption دغه میډال هر کال د امریکا په فلاډیلفیا کې ور کول کېږي

‎د نړۍ تر ټولو کم عمره د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ته د امریکا په فلاډیلفیا کې د ازادۍ میډال ور کړل شو.

نوموړې په خپلو خبرو کې 'نړیوالې سولې' او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د تعلیم په برخه کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه.

د امریکا د اساسي قانون د ملي مرکز په ویب پاڼه کې راغلي چې دغه د (ازادۍ میډال) هر کال هغه وګړي ته ور کول کېږي چې د ازادۍ لپاره یې ډېر زیار کښلی وي.

دغه میډال هر کال د امریکا په فلاډیلفیا کې ور کول کېږي.

ملالې یوسفزۍ وویل:"هیلمنه ده چې نړۍ کې هېڅ داسې نجلۍ یا ماشوم نه وي چې د تعلیم له نعمت نه محروم وي".

له دغه میډال سره هغې ته یو لک نغد امریکايي ډالر هم د انعام په ډول ور کړل شول.

ملالې یوسفزۍ وویل، چې ورکړل شوې نغدي جایزه به په خپل هېواد پاکستان کې د تعلیم او انساني مرستو په برخه کې ولګوي.

ملاله یوسفزۍ د ماشومانو او نجونو د تعلیم لپاره د ملالې خیره صندوق په مخ وړي.

د تعلیم په برخه کې له پرمختګ سره سره، په پاکستان کې په زرګونه ماشومان له تعلیم نه بې برخې دي.

دوه اونۍ مخکې ملالې یوسفزۍ ته د سولې د نوبل جایزه ورکړل شوه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ملالې کورنۍ د ملالې کلک ملاتړ کوي او پرې ویاړي

ملاله تېر کال هم د سولې نوبل جایزې ته نومانده وه.

ملالې د طالبانو په ډزو له لګېدو وروسته هم د نجونو لپاره د غوره حقونو خپل کمپاین ته دوام ورکړ.

په سوات کې د طالبانو د اوج پرمهال د ماشومانو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په ویاړ د پاکستان حکومت هغې ته د سولې جایزه ورکړه.

نوموړې په ۲۰۱۱ کال د ماشومانو لپاره د سولې نړیوالې جایزې ته هم نومانده وه.

ګل مکۍ

ملالې یوسفزۍ په سوات کې د ‌وسله والو طالبانو پرضد د پاکستاني پوځ له عملیاتو مخکې د سیمې پر حالاتو د بي بي سي لپاره د ګل مکۍ په مستعار نوم یاداشتونه لیکل او شهرت يي وموند.

ملاله د سوات د مینګورې اوسېدونکې وه.

هغه مهال په سوات کې د دغه ډول حالاتو په اړه په رسنیو کې هم د طالبانو له ډاره ډېر څه نه ویل کېدل.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ملالې د ژوند په اړه دوو نړیوالو رسنیزو ادارو مستند فلمونه هم جوړ کړل

خو ملاله که څه هم کوچنۍ وه، جرات يي وکړ او له مینګورې نه يې د بي بي سي لپاره د ګل مکۍ په مستعار نوم لیکنې پیل کړې.

دې لیکنو چې له بي بي سي نه د یاداشتونو په بڼه خپرېدې دومره شهرت وموند، چې د نوموړې لیکنې نورو نړیوالو رسنیو هم پرله پسې خپرولې.

د ملالې د ژوند په اړه دوو نړیوالو رسنیزو ادارو مستند فلمونه هم جوړ کړل. په دې فلمونو کې هغې پر تعلیم له لګول شویو بندیزونو سره کلک مخالفت څرګند کړ.

نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو فعالانو پر ملاله یوسفزۍ د وسله والو طالبانو برید غندلی وه. د بشري حقونو نړیوال سازمان امنیسټي انټرنېشنل ویلی وه، چې پر ملاله یوسفزۍ د وسله والو برید څرګندوي، چې پاکستان کې د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکي له څه ډول کړاوونو سره مخامخ کیږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملاله تېر کال هم د سولې نوبل جایزې ته نومانده وه

ملاله د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې نجونو ته د تعلیم کمپاین له کبله د وسله والو طالبانو له لوري په ډزو په سر ویشتل شوې وه.

وسله وال سوات کې ښوونځي ته پر لار بس ته ختلي وو او پر ملالې یې ډزې کړې وې.

ملاله یوسفزۍ د برید پر مهال ۱۵ کلنه وه او لا له وړاندې یې د نجونو لپاره د تعلیم د کمپاین له لارې شهرت موندلی و.

ورته مطالب