کوټه کې وسله والو اته شیعه هزاره ګان وژلي

د انځور حقوق epa
Image caption یوازې تېر کال، په کوټه کې پر شیعه ګانو بریدونو کې دوه سوه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان بلوچستان ایالت کوټه کې د شیعه هزاره ګانو پر یوه بس نامالومو وسله والو ډزې کړې، چې لږترلږه اته کسان پکې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

فرانس پرېس خبري د یوه پولیس له خولې ویلي، په وسلو څلورو سمبالو کسانو پر یوه بس ډزې کړې، چې شپږ کسان پکې وژل شوي، دوو کسانو له بس نه د تېښتې هڅه کړې، چې هغوی یې هم په ډزو ویشتلي او وژلي دي.

پېښه د کوټې ښار د سبزیو او مېوې په یوه منډيي کې شوې ده.

ځایي پولیس وايي، بریدګرو ژر له سیمې پښې سپکې کړې دي، چې پولیس یې سم لاسي په نیولو نه دي توانېدلي، خو لټون یې روان دی.

په تېرو څو کلونو کې پاکستان کې پر شیعه هزاره ګانو بریدونو ددوی سلګونه غړي وژلي دي.

تر اوسه ددغه تازه پېښې پړه چا نه ده منلې.

یوازې تېر کال، په کوټه کې پر شیعه ګانو بریدونو کې دوه سوه کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب