باجوړ ایجنسۍ کې چاودنې ۹ چارواکي ټپیان کړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د برید مسولیت طالبانو منلی دی.

د پاکستان قبایلي سیمه باجوړ ایجنسۍ کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې د امنیتي ځواکونو نهه چارواکي ټپیان شوې دي.

د باجوړ سیاسي ادارې چارواکو ویلي د امنیتي ځواکونه چارواکي د چارمنګ حلال خیل سیمه کې په ګزمه ول چې د سړک په غاړه چاودنه وشوه. د برید مسولیت طالبانو منلی دی.

بل خوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پرمختګ ادامه لري او په ځینو سیمو هوایي بمبارۍ شوې دي.

د شمالي وزیرستان په دته خیل او شوال سیمو کې د سخت دریځو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو عملیات جریان لري.

ځايي خلک وايي چې د شوال او دته خیل په ځینو سیمو کې جېټ الوتکو بمبارۍ کړې خو خپلواکه سرچینو تر اوسه د بمباریو په پایله کې د مړینو د شمېر په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

بل خوا د خیبر ایجنسۍ په اکا خیلو سیمه کې ناپېژانده وسله والو د دوشنبې پر ورځ د نجونو یو حکومتي ښوونځی د چاودنې له لارې ویجاړ کړ.

یاده دې وي چې دغه سیمه کې د (خیبر یو) په نامه پوځي عملیات هم روان دي.

په باجوړ او مومند ایجنسیو کې له څه مودې راهیسې حالت خورا کړکېچن دی.

د روان میلادي کال د جون میاشت راهیسې په مومند ایجنسۍ کې تر اوسه د تاوتریخوالي ۲۵ پېښې شوې دي.

د مومند ایجنسۍ غلني سیمه کې د دوشنبې پر ورځ د ځايي سیاسي اتحاد کارکونکو د امنیتي ځواکونو د چاپو او غېر ضروري نیونو پر ضد لاریون هم وکړ.

په ورته وخت کې د طالبانو د الاحرار ډلې ویاند احسان احسان په یوه بیانیه کې ویلي چې د مومند ایجنسۍ حلیمزي سیمې پېښې کې دوی لاس نه لري.

نوموړي ویلي چې ځینې خلک د دوی په نوم له خلکو پیسې اخلي چې دوی یې غندنه کوي.

ورته مطالب