مومند اېجنسۍ کې غبرګو چاودنو شپږ کسه وژلي

Image caption دا په تېرو څو اونیو کې په مومند ایجنسۍ کې د سولې ډلې په رضاکارانو دویم برید دی

د پاکستان په قبایلي سیمه مومند اېجنسۍ کې دوه چاودنو د هغې سیمې د سولې ډلې مشر د زوی په ګډون شپږ کسان وژلي دي.

سیمه اییزو چارواکو ویلي دي چې چاودنې د مومند اېجنسۍ په چیناري سیمه کې شوي.

یوه لوړپوړي چاواکي بي بي سي ته وویل چې دواړه چاودنې د رېموټ کنټرول بم پر مټ شوي.

دغه چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی وویل چې په لومړۍ چاودنه کې د سیمې د سولې ډلې مشر دارا خان په نښه شوی و خو نوموړي د چاودنې پر وخت خپل موټر کې نه و.

کله چې د لومړۍ چاودنې ټپیان روغتون ته وړل کېدل دویمه چاودنه وشوه.

په دواړو چاودنو کې د دارا خان زوی او وراره په ګډون شپږ کسان ووژل شول.

د دواړو چاودنو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان جماعت الحرار ډلې اخیستی.

دا په تېرو څو اونیو کې په مومند ایجنسۍ کې د سولې ډلې په رضاکارانو دویم برید دی.

تر دې دمخه په ۱۵م اکتوبر هم په ورته چاودنه کې د سولې د ډلې یو بل رضاکار خان ګل وژل شوی و.

ورته مطالب