خيبر ايجنسۍ کې تازه بمبارۍ ۱۹ وسلوال وژلي

د انځور حقوق Getty
Image caption د خيبر ون عملياتو تمرکز د باړې په سيمه دی، چې ويل کېږي د دغې سيمې په ډېره برخه وسلوال واکمن دي

د پاکستان په قبايلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې چارواکي وايي د وسلوالو پر سنګرونو تازه هوايي بريدونو کې د مهمو قومندانانو په ګډون ۱۹ وسلوال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي د چارشنبې پر ورځ الوتکو د سنډپال په سيمه کې د وسلوالو پر پټنځايونو هوايي بريدونه وکړل.

په خيبر ايجنسۍ کې د وسلوالو پر ضد د خيبر ون په نوم عمليات چې څو اوونۍ وړاندې پيل شوي په وروستيو ورځو کې چټک شوي او د سې شنبې پر ورځ هم امنيتي چارواکو د يو شمېر توندلارو د وژل کېدو ادعا وکړه.

پوځي سرچينې وايي له هغه راهيسې چې خيبر ون عمليات پيل شوي، تر اوسه په کې ۱۳۵ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

خو دغه شمېرې په خپلواک ډول ځکه نه شي تاييدای چې دغلته د عملياتو له امله د خبريالانو ورتلل ستونزمن دي.

د خيبر ون عملياتو تمرکز د باړې په سيمه دی، چې ويل کېږي د دغې سيمې په ډېره برخه وسلوال واکمن دي.

په خيبر ايجنسۍ کې دغه عمليات داسې مهال پيل شوي، چې پوځ په شمالي وزيرستان کې خپلو عملياتو ته دوام ورکوي.

د پاکستاني پوځ وياند عاصم باجوه څو ورځې وړاندې په يوه خبري کنفرانس کې ويلي و، خيبر ايجنسۍ کې يې له دې امله عمليات پيل کړل، چې له شمالي وزيرستان نه تښتېدونکو وسلوالو دغې سيمې ته پناه وروړه.

ښاغلي باجوه ويلي په دغو سيمو کې به تر هغه عمليات روان وي، چې دواړه سيمې له وسلوالو پاکې شوې نه وي.

د پاکستان پوځ له تېرو څو مياشتو راهيسې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې عمليات کوي، چې دوی يې بريالي بولي.

ورته مطالب