شمالي وزیرستان عملیاتو کې د پوځیانو په ګډون ۳۷ کسان وژل شوي

Image caption شمېرې ښيي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د شمالي وزیرستان په بېلا بېلو سیمو کې تر ۱۲۰۰ ډېر سخت دریځي وژل شوي او د دوی تر ۲۰۰ ډېر مرکزونه ویجاړ کړای شوي دي.

د شمالي وزیرستان دته خیلو سیمه کې د پوځ او سخت دریځو تر منځ په جګړه کې او د جنګي الوتکو د تازه بمباریو پایله کې درې پاکستاني پوځیان او ۳۴ سخت دریځي وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی ایس پي آر) ویلي چې د دته خیلو په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د پوځ او سخت دریځو تر منځ په نښته کې درې پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي او اووه سخت دریځي وژل شوي دي.

دغه راز د آی ایس پي آر ادارې ادعا کړې چې د دته خیلو په سیمه کې د جېټ الوتکو په تازه هوايي بمباریو کې ۲۷ سخت دريځي وژل شوي دي.

دغه اداره وايي چې په وژل شویو کې د سخت دریځو مهم قومندانان او بهرني جنګیالي هم شامل دي.

تر دې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو مشر تورن جنرال ظفرالله خان خټک ویلي وو چې سیمه کې د روانو عملیاتو پنځه میاشتې بشپړې شوې او په دغه موده کې د حقاني شبکې او د ختیځ ترکستان غورځنګ له غړو دغه سیمه پاکه کړای شوې ده.

د پاکستاني پوځ له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د شمالي وزیرستان په بېلا بېلو سیمو کې تر ۱۲۰۰ ډېر سخت دریځي وژل شوي او د دوی تر ۲۰۰ ډېر مرکزونه ویجاړ کړای شوي دي.

تورن جنرال ظفرالله خان وايي شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د میر علي، میرانشاه، دته خیلو، بویا او دیګان پراخې سیمې له ترهګرو پاکې کړای شوې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له کبله د بې ځایه شويو خلکو د ستنېدو په اړه حکومت کوم ځانګړی پلان نه لري.

نوموړی زیاتوي چې د عملیاتو له کبله د حقاني شبکه له شمالي وزیرستانه افغانستان ته تللې ده او دوی د دغې شبکې ګڼ ګاډي هم نیولي دي.

ښاغلی خان وايي د عملیاتو په ترڅ کې یې ۲۳ زره کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي موندلي او تر ۴۰۰۰ ډېر د جنګیالیو تونلونه یې له منځه وړي دي.

د عملیاتو مشر د امریکا د دفاع ادارې هغه رپوټ رد کړ چې وايی د پاکستان پوځ سخت دریځي د خپلو هدفونو لپاره کاروي.

نوموړي وویل په پوځي عملیاتو کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ قومندانان هم وژل شوي دي او په شمالي وزیرستان کې د دغې ډلې شبکه ویجاړه کړای شوې ده.

تورن جنرال ظفرالله خان زیاته کړه:

"د پاکستان پوځ د سخت دریځو د ۲۵ میلیونه کلدارو په ارزښت جګړییزو وسایلو ته چې په کې وسلې، چاودېدونکي توکي، ګاډي، موټرسایکلونه او مخابراتي سیستم شامل دي تاوان رسولی دی".

د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې پاکستاني پوځ ته د اووښتي مرګژوبلې په اړه نوموړي وویل چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۴۲ پوځیان وژل شوي او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.

ورته مطالب