بنو کې زده کوونکي د کتابونو پر ځای بم سره ښوونځي ته تللی

د انځور حقوق bb
Image caption د پولیسو په خبره، دغه زده کوونکی د بنو اوسېدونکی دی

قبایلي سیمه خیبر پښتونخوا کې یوه زده کوونکي د خپل ښوونځي په بکسه کې لاسي بم له ځانه سره ښوونځي ته وړی و.

د دغه بم د چاودنې له امله خپله زده کوونکی ټپي شوی او د پاکستان پولیس د دغې پېښې په څېړنه بوخت دي.

د بنو یو پولیس چارواکی محمد رخسار بي بي سي ته وویل، د نوي جماعت د سیمې یوه زده کوونکي د خپل ښوونځي په بکسه کې یو لاسي بم له ځانه سره ښوونځي ته وړی و چې د چاودنې له کبله خپله زده کوونکی ټپي شوی.

نوموړي وویل، دغه زده کوونکي د څېړنې په لومړیو څرګندونو کې ویلي، دغه بم یې له یو ځایه پیدا کړی و او ښوونځي ته یې د پېرلو لپاره راوړی و.

ده ونه ویل چې بم یې په چا پېره او له کومه ځایه یې پیدا کړی و.

د پولیسو په خبره، دغه زده کوونکی د بنو اوسېدونکی دی او د پاکستان پولیسو یې پر کور چاپه اچولې ده ترڅو دا معلومه کړي چې په کور کې به یې نورې وسلې یا چاودیدونکي توکي نه وي.

له دې مخکې د چار سدې په سیمه کې په یوه کور کې د لاسي بم د چاودنې له کبله ۴ کسان ټپي شوي وو.

په خیبر پښتونخوا کې له دې نه مخکې هم دغه ډول پېښې شوې چې چاودیدونکي توکي ماشومانو په لارو کې پیدا کړي او بیا پرې چاودلي دي.

ورته مطالب