پيښور کې بمي چاودنې دوه پوځيان وژلي

د انځور حقوق bbb
Image caption پیښور کې په دې وروستیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو پر موټرو دا دویم برید دی

قبایلي سیمې خیبر پښتونخوا په مرکز پیښور کې یوې چاودنې دوه پوځيان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د پولیسو په وینا، دغه پېښه د جمعې په سهار (نوامبر ۲۱) په پیښور کې شوې ده.

پیښور کې یوه چارواکي شاکر اللہ بنګش بي بي سي ته وویل، ۴ پوځيان له پیښوره ورسک ته روان وو چې د دوی موټر له لېرې کنټرولېدونکي بم نښه شو.

نوموړي وویل، چاودېدونکي توکي د سرک پر غاړې ولاړ یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو او له سیمې د پوځیانو موټر د تېرېدو پر مهال چاودنه وشوه.

د پولیسو په وینا په دغه چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د یوه عیني شاهد په وینا، په چاودنه کې موټر په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

د پولیسو د چارواکو په وینا، داسې ښکاري چې په دغې چاودنې کې له ۵ تر ۴ کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو کار اخیستل شوی وي.

په پیښور کې دې وروستیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو پر موټر دا دویم برید دی چې تر سره کېږي.

له دې نه مخکې د دیورند کرښې ته څیرمه د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې چاودنې د یوه دولتي چارواکي په ګډون درې تنه وژلي وو او یو شمېر نور یې ټپیان کړي وو.

سږ کال په خیبرپښتونخوا کې د تاوتریخوالي لویې پېښې کمې شوې خو د امنیتي ځواکونو په نښه کولو لړۍ لا هم روانه ده.

ورته مطالب