له بي بي سي پښتو سره د ملالې یوسفزۍ خبرې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوات زده کونکې او د نجونو د تعلیم فعاله ملاله یوسفرۍ به نن د ناروې په اوسلو ښار کې د سولې نوبل جایزه تر لاسه کړي.

ملالې دا جایزه د خپل سفر پیل وګاڼه او وېې ویل چې لا ډېر کار پاتې دی.

نوموړې وویل دا جایزه د هغو ماشومانو ده چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي او زیاته یې کړه:

"ټولنه کې هر ځای چې ظلم روان دی، ناانصافي روانه، له حقونو مو سرغړاوی کېږي نو تاسو یې باید پر ضد غږ پورته کړئ".

ورته مطالب