"پاکستان کې د بدلون وخت دی"

د انځور حقوق AP

په پېښور کې د سې شنبې د ورځي برید ځینو د پاکستان د تاریخ تر ټولو خونړۍ پېښه بللې ده. د تېرې لسیزې په اوږدو کې دغه هېواد د ګڼ شمېر بریدونو شاهد و.

د بي بي سي د اردو څانګې مشر عامر احمد خان دغې پېښې ته په کتنې کې لیکي:

په پېښور کې پر هغه ښوونځي له برید وروسته چې د پوځ له خوا یې ملاتړ کېږي او څه د پاسه ۱۰۰ کوچنیانو ژوند اخلي، د داسي یوه هېواد لپاره چې په نړیواله کچه په ترهګړۍ تورن دی، د بدلون د راوستولو وخت دی.

په پاکستان کې د پالیسي جوړونکو لپاره ډېره ستونزمنه ده چې د ترهګرۍ د راز راز ډولونو په وړاندې ښکاره دریځ غوره کړي چې له طالبانو نیولې بیا تر القاعدې پوري ټولې ډلې په کې شاملې وي.

د دغو ډلو سره مذهبي خواخوږۍ د پرېکړو مخه ډب کړې ده.

هغه وخت چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د داسې پوځي عملیاتو پلان وړاندې کړ چې پرته له کوم توپېره به په ټولو قبایلي سیمو کې ترسره کېږي نو د سیاسي ډلو له سوړ غبرګون سره مخامخ شو.

د جنرال راحیل شریف پیغام دا و چې ټولو ته ځان ورسوي، که پښتانه طالبان دي، پنجابي دي، د القاعدې سره تړلې ډلې دي او یا هم تر ټولو مهمه او ویرونکې د حقاني شبکه ده.

خو د دې ټولو پر وړاندې د پاکستان سیاسي مشرتابه چوپتیا غوره کړه.

خو اوس ډېر احتمال شته چې په دې حالت کې به بدلون راشي.

تر اوسه. څه چې طالبانو غوښتل هغسې کېدل.

اوس دا دی طالبانو پر پوځ په داسي ځای کې ګوزار وکړ چې تر ټولو ډېر درد لري.

په پاکستان کې ۱۲۸ ښوونځي د پوځ له خوا چلېږي چې ۱۵۰۰۰۰ زده کوونکې لري.

په دې زده کوونکو کې ۹۰ سلنه د پوځي چارواکو ماشومان دي.

که څه هم دغه ښوونځي د پوځ له خوا اداره کېږي خو کومه ځانګړې ساتنه یې نه کېږي.

پوځ ادعا کړې چې ګواکې د عملیاتو له لارې یې طالبان کمزوري کړي خو له دې برید سره هغوی ثابته کړه چې اوس هم فعالیت کولی شي.

د دې پوره توان لري چې پلان جوړ کړي، هدف په نښه کړي او پر هغه ځای ګوزار وکړي چې زړه یې وغواړي.

د پاکستان له پولو ور اخوا د رسنیو له خوا د برید پوښښ هم د طالبانو په ګټه تمام شو.

دا هر څه به د دې لامل شي چې پاکستان بدلون ته مخه وکړي.

که پوځ کې چا د طالبانو ملاتړ کاوه نو اوس به یې ملاتړ د ویرجنو کورنیو د غم په اوښکو کې بهېدلی وي.

تر ټولو مهمه به دا دهچې د سه شنبې ورځې برید اغېزه به پر هغو سیاسي مشرانو ډېره وي چې تر اوسه د خپل دریځ په اړه زړه نا زړه وو.

پرون خو ملت په غم اخته و نن به خپلو مشرانو ته مخ ور واړوي او غوښتنه به وکړي چې اوس نو باید څه وشي.

بیا به نو د پاکستان سیاسي مشران بله چاره نلري او یو روښانه ځواب به وایي.

یوازې د پاکستاني مشرانو څرګند غبرګون به ملت ته دا حوصله ورکړي چې له دې غم سره سره ژوند پر مخ یوسي.

ورته مطالب