نړیوالو پېښور کې پر ښوونځي برید په کلکو ټکو وغانده

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون وايي هېڅ اعتراض د داسې برید لپاره جواز نشي کېدای.

نړیوالو مشرانو د پېښور پر یوه ښوونځي د تېرې ورځې خونړی برید په سختو ټکو غندلی دی.

د پاکستان د پوځ له خوا اداره کېدونکي دغه ښوونځي باندې تېره ورځ پاکستاني طالبانو برید وکړ، چې تر ۱۴۰ ډېر کسان په کې ووژل شول.

په وژل شویو کسانو کې تر ۱۳۰ ډېر د دغه ښوونځي زده کوونکي ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون دا یوه بوږنوونکې پېښه بللې او ویلي یې دي، چې ټوله نړۍ پرې دردېدلې ده.

"په نړۍ کې د خلکو زړونه له هغو میندو او پلرونو او کورنیو سره دي چې عزیزان یې د پېښور په بوږونکي برید کې ووژل شول. موږ دغه کرغېړن عمل په کلکه غندو. د دغسې ظلم لپاره هېڅ جواز نشته. هېڅ اعتراض د دغسې عمل لپاره جواز نه شي کېدای. دا د ترهې عمل او بزدلانه برید دی چې پر بې دفاع ماشومانو د زده کړې پرمهال وشو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دې پېښې د غندنې تر څنګ ویلي، چې امریکا له پاکستان سره بشپړ ملاتړ کوي او په وینا یې د دغه برید تنظیموونکي باید سزا وویني. نوموړي وویل طالبانو د میندو او پلرونو هیلې له خاورو سره خاورې کړې.

"د پاکستان دې پوځي ښوونځي ته خلکو خپل ماشومان په دې هیلې او خوب استولي وو چې یوه ورځ وطن ته خدمت وکړي خو د دې پرځای هغوی ووژل شول، د وژونکو طالبانو له خوا له مینځه یوړل شول، هغو طالبانو له خوا چې تور او تاریخ تېر شوی لیدلوری لري او د هر هغه څه خلاف دي چې هغو میندو او پلرونو خپلو بچیانو ته غوښتل. په امبولانسونو کې د ماشومانو د لېږدولو تصویرونه ډېر بوږونکي وو. یو ښوونکی د زده کوونکو په مخ کې ژوندی وسوځول شو. د زده کړې یو ځای د ترهې په یو داسې ځای بدل شو چې نه شي بیانېدای."

تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د بریتانیا د صدراعظم په ګډون د نړۍ ډېرو نورو مشرانو هم دا برید وغانده او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکي څرګنده کړه.

د هند لومړي وزیر نرېندر مودي نن چهارشنبه (د ډسمبر ۱۷مه) د دې پېښې له کبله د خپل هېواد په ټولو ښوونځيو کې د دوو دقیقو لپاره د چوپتیا لارښوونه کړې ده.

بل لور ته د افغان طالبانو ویاند په یوې خبرپاڼې کې پر دغه ښوونځي تر سره شوي برید باندې نیوکه کړې او په لوی لاس یې د بې ګناه ماشومانو او ښځو وژنه د اسلامي اصولو خلاف کار بللی دی.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ د دغه برید مسولیت منلی او ویلي یې دي، چې دا ګام یې په شمالي وزیرستان او خېبر ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په غبرګون کې کړی، چې په وینا یې ګڼ بې ګناه خلک په کې وژل شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف تېره ورځ د لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو په ملتیا پېښور ته ورغلی و او په هېواد کې یې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

ورته مطالب