د اورکزی ایجنسۍ والیبال میدان کې چاودنې درې کسان وژلي

Image caption د سیاسي ادارې چارواکو ویلي چاودېدونکي توکي په لوبغالي کې ځای پر ځای شوي وو.

قبایلي اورکزی ایجنسۍ کلایه سیمه ته نږدې د والیبال په میدان کې د چاودنې په پایله کې د یو ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

چاودنه د والیبال لوبې پر مهال شوې چې لوی شمېر ځوانان یې لیدو ته ورغلي وو.

د سیاسي ادارې چارواکو ویلي چاودېدونکي توکي په لوبغالي کې ځای پر ځای شوي وو.

چارواکو ویلي چاودنه د ایجنسۍ مرکز کلایه نه د یو کیلومتر په واټن د کډه په بازار کې رامنځ ته شوه. کډه بازار بوخته او ګڼ نفوسه سیمه ده.

یاده دې وي چې د ۲۰۱۰ کال جنورۍ پر لومړۍ نېټه هم د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ښار د شاه حسن خیلو په سیمه کې د والیبال لوبې پر مهال ځانمرګی برید شوی وو چې ۱۰۵ کسان په کې وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي وو.

د شاه حسن خیل ځانمرګی برید هغه مهال د خیبر پښتونخوا دوهمه تر ټولو ستره چاودنه وه.

تر دې وړاندې د ۲۰۰۹ کال په اکتوبر میاشت کې د پېښور په شاهین بازار کې چاودنې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژلي وو.

د نننۍ چاودنې په مړو کې یو ۱۲ کلن ماشوم هم شامل دی او د دوو نورو ځوانانو عمرونه ۲۵ او ۳۰ ښودل شوي دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دغې برید مسولیت نه دی منلی.

د کلایه دغه سیمه د حسیني ګړۍ په نامه هم پېژندل کېږي او د دغه ځای ډېری اوسېدونکي شیعه ګان دي. په دغه سیمه کې تر دې مخکې هم ګڼې چاودنې شوې دي.

ورته مطالب