شمالي وزیرستان: "ډرون برید کې ۷ سخت دریځي وژل شوي"

Image caption په برید کې د حافظ ګل بهادر ډلې سره تړلي د یو مهم ازبک قومندان د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

راپورونه وايي د یکشنبې پر سهار (جنورۍ څلورمه) په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې اووه سخت دریځي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

ځايي خلکو ویلي چې بې پیلوټه الوتکې د دته خیلو الوړه منډي سیمې سره نږدې یو کور په نښه کړ. ویل کېږي د طالبانو یوې ډلې دغه کور د خپل مرکز په توګه کاروه.

بې پیلوټه الوتکې پر کور دوه توغندي وتوغول او له برید وروسته هم ډرون الوتکه تر ډېرې مودې په هوا کې ګرځېده.

په برید کې د حافظ ګل بهادر ډلې سره تړلي د یو مهم ازبک قومندان د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

شمالي وزیرستان کې تېر کال د جون په میاشت کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل شول خو تر څنګ یې کله کله د امریکا بې پیلوټه الوتکې هم په شکمنو ځایونو بریدونه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تل د پاکستان خاوره کې دننه ډرون بریدونه غندلي دي.

بل خوا د پاکستان پوځ سرچینې وايي د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ په تیرا دره کې په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۱ سخت دریځي وژل شوي او د دوی څلور مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د تیرا په برید کې د ګڼو ممکنه ځانمرګو بریدګرو د وژلو ادعا هم شوې ده.

په دغه سیمه کې د پاکستان پوځ د طالبانو او اسلامي لښکر د سخت دریځو پر ضد د تېر کال اکتور میاشت راهیسې عملیات پیل کړي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي چې برید کې د ځانمرګو بریدګرو یو روزنیر مرکز هم ویجاړ کړای شوی دی.

په برید کې د ګڼو ممکنه ځانمرګو بریدګرو د وژلو ادعا هم شوې ده.

تېره میاشت پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي له برید وروسته د پاکستان پوځ د ترهګرو پر ضد خپل عملیات چټک کړي دي.

د پېښور پر ښوونځي برید کې د ۱۳۴ماشومانو په ګډون نږدې ۱۵۰ کسان وژل شوي وو.

ورته مطالب