لورلايي کې اووه پوليس وژل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption په تېرو څو اوونيو کې بلوچستان په مختلفو سيمو کې دې ته ورته پېښې رامنځ ته شوې دي

د بلوچستان لورلايي سيمه کې د پوليسو پر امنيتي پوسته، حمله کې ۷ سرحدي پوليسو وژل شوي دي.

په کوټه کې سرحدي پوليسو، بي بي سي ته وويل د لورلايي په نښتر سيمه کې زيات شمېر کسانو د چيچلو پر پوسته حمله وکړه چې په نتيجه کې يې اووه سرحدي پوليس ووژل شول.

سرچينې وایي د سرحدي پوليسو په ځوابي بريد کې زيات شمېر حمله کوونکي مړه او يا زخميان شوي دي.

د حمله کوونکو په اړه پلټنه روانه ده.

څه موده وړاندې په کلا سيف الله کې د هوايي ځواک يو کارکوونکی په ډزو وژل شوی و.

د وژل شوي کس په جيب کې يو کاغذ موندل شوی و چې طالبانو يې د وژلو پړه پر غاړه اخيستې وه.

له دې وړاندې د پوليسو د پلټنو عملياتو په ترڅ کې څلور وسله وال او يو پوليس وژل شوي وو.

همدارنګه تېره اوونۍ د بلوچستان کلا سيف الله کې په دوو پېښو کې د کوټې او ژوب نهه تنه اوسېدونکي تښتول شوي وو.

څلور برمته شوي کسان په يوه موټر کې له اسلام اباده کوټې ته روان وو چې د وسله والو له خوا وتښتول شول.

ورته مطالب