افغان کډوال: د پېښور د پولیسو له خوا ځورول کېږو

Image caption په پېښور کې مېشت افغان کډوال وايي د پېښور پر ښوونځي له برید وروسته پولیسو دوی سره چلند نور هم سخت کړی دی.

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې مېشت افغان کډوال تور لګوي چې د پېښور پر پوځي ښوونځي له برید وروسته دوی هلته د پولیسو له خوا ځورول کېږي.

خو د پېښور د پولیسو یو لوړپوړی چارواکی دغه تورونه ردوي او وايي چې پولیس یوازې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په امر یوازې هغه افغان کډوال نیسي او یا یې بېرته هېواد ته لېږي چې قانوني اسناد نه لري.

تېره میاشت د پېښور پر یوه پوځي ښوونځي د وسله وال برید په ترڅ کې نږدې ۱۵۰ کسان وژل شوي وو چې زیاتره یې زده کونکي وو.

پېښور کې زموږ خبریال رحمان الله په خپل رپوټ کې لیکي، له برید دوه ورځې وروسته د لومړي وزیر نواز شریف په مشرۍ پېښور کې د پاکستان د ټولو سیاسي ګوندونو یوه ستره غونډه وشوه.

له دغې غونډې وروسته د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل د مرکزي حکومت نه د افغان کډوالو خپل هېواد ته لېږدولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي خټک دا هم وویل چې د پولیسو چارواکو ته یې د قانوني اسناد نه لرونکو افغان کډوالو د نیولو امر کړی دی.

نوموړي زیاته کړه: "ما وار له مخه د صوبې د پولیسو مشر ته امر کړی چې څومره غیر قانوني افغان کډوال دي، هغه دې ونیسي او افغانستان ته دې ولېږي".

په پېښور کې مېشت افغان کډوال وايي د پېښور پر ښوونځي له برید او په ځانګړې ډول د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر له امر وروسته پولیسو دوی سره چلند نور هم سخت کړی دی.

پېښور کې یو شمېر افغان کډوالو بي بي سي ته وویل چې پولیس هغه کډوال هم ځوروي چې د ثبت کارتونه لري.

Image caption اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي وویل تر اوسه یو داسې مورد یا قضیه نه ده پیدا شوې چې د افغان کډوالو له خوا دې په پاکستان کې کومه امنیتي پېښه رامنځ ته شوې وي.

خو د پېښور د پولیسو یو لوړپوړی چارواکی شاکرالله د افغان کډوالو دغه تورونه ردوي او وايي چې د اعلی وزیر په امر یوازې هغه کډوال نیسي چې قانوني اسناد نه لري.

ښاغلی شاکرالله وايي: "هغه افغان کډوال چې ثبت نه دي نو موږ یې د بهرنیانو لپاره د جوړ شوي قانون پر بنسټ نیسو، موږ داسې ګڼ شمېر غیر قانوني افغانان زندان ته لېږلي".

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي په دې اړه بي بي سي ته ویلي چې د پاکستان چارواکو سره یې د افغان کډوالو ستونزې مطرح کړې دي.

هغه زیاتوي چې پر افغان کډوالو د لګول شویو تورونو یو ثبوت هم نشته.

ښاغلي موسي زي وویل: "تر اوسه یو داسې مورد یا قضیه نه ده پیدا شوې چې د افغان کډوالو له خوا دې په پاکستان کې کومه امنیتي پېښه رامنځ ته شوې وي".

"افغان کډوالو د خپلو پاکستاني خویندو ورونو سره یوځای، که په کلیو کې اوسېږي، که په کمپونو کې او که ښارونو کې، ډېر د ورورګلوۍ، د سولې او د ښه ګاونډیتوب ژوند تېر کړی دی".

د پاکستان د سرحدونو مرکزي وزیر عبدالقادر بلوڅ هم رسنیو ته ویلي چې پر پوځي ښوونځي د یو بریدګر تعلق هم له افغانستان سره مخې ته نه دی راغلی.

د راپورونو له مخې په پاکستان کې د افغان کډوالو ټول ۴۲ کمپونه دي چې ۲۹ یې په خیبر پښتونخوا کې دي.

ورته مطالب