پښتونخوا کام - د پاکستان پوځي محکمې

Image caption اوس اوس جمهوریت پلوو د سر ساتلو د ضرورت له مخې پوځي عدالتونو له رای ورکړه.

په پاکستان کې پوځي عدالتونه د دوو کلونو لپاره د قامي اسمبلۍ نه منظور کړای شو. وزیر اعظم نوازشریف خوشاله شو او ځینې جمهوریت پلوي خلک چې زیات په کې د پیپلز پارټۍ سره اړیکې لرې، ډېر خوا بدي شوي او د مجبورۍ په حالت کې یې ویلي دي:

نن موږ خپل ځان ته ډېر ملامته شو چې مو د پوځي عدالتونو په حق کې رای ورکړه!

دا هغه کسان دي چې د څلورو پوځي جنرالانو د پوځي عدالتونو څخه یې سزاګانې خوړلې دي.

دغه سزاګانې د خپل جمهوري قربانۍ لپاره یادوي خو حالاتو داسې چورلک وخوړو چې هماغه کسانو د پوځي عدالتونو په حق کې رای ورکړه چا له چې پوځي عدالتونو سزا ورکړې وه.

د سیاست او نظام د دغه چورلک نه درې قوتونه بهر پاتې شو. جماعت اسلامي، جمعیت العلما اسلام، او عمران خان د جمهوریت د ګناه څخه محفوظ پاتی شول.

عمران خان خو د نوازشریف د سیاسي کینې او د اسمبلۍ نه د اوږدې مودې د غېر حاضرۍ په وجه هډو په دغه قطار کې شامل نه دی خو دواړو مذهبي ډلو د مذهبي سخت دریځۍ په ټکي بد ومنل.

جماعت اسلامي او جمعیت العلما اسلام خپل جومات او مدرسه هم بچ کړل او د طالبانو تعلق او تړون یې هم وساتلو!

له بده مرغه په پاکستان کې د قوم، قومیت، ریاست، مذهب او سخت دریځۍ تعریف بدل شوی دی. هر چا سره د هر ټکي د خپلو خپلو معناوو لغت پروت دی. هر څوک د خپل ضرورت په رڼا کې د لفظونو معنا ګوري.

عجیبه دا ده چې کوم لفظ په معنوي لحاظ د بل چا د معنا متصادم هم وي خو د نظریې د ضرورت له مخې د یو حرف دوه معناوې د یو بل لپاره صحیح ګرځوي او خپل کار ترې اخلي. لکه چې دا وخت ټول بنسټ پال د خودکش حملو لږ غوندې مخالفت هم کوي خو طالبانو ته خپل شاګردان او خپل بچی هم وايي!

ترهګرۍ ته په پاکستان کې فساد وايي، په افغانستان کې ورته جهاد وايي!

د بمي چاودونو او اجتماعي قتلان غندنه هم کوي خو طالب ته شهید هم وايي!

هر چا سره د یو لفظ بلها معناوې دي. د نظریې ضرورت، نظریې مذهب، نظریې جمهوریت او سیکولریزم لپاره هر څوک د خپل علم مطابق دا حرفونه استعمالوي.

اوس اوس جمهوریت پلوو د سر ساتلو د ضرورت له مخې پوځي عدالتونو له رای ورکړه لکه څنګه چې بنیاد پرستو سره ځان ځان له لغت دی، دغه شان سیکولر، جمهوریت پسند، نظریاتي او قوم پرستو، هر چا سره د لفظونو جدا جدا معناوې شته چي د ځان د ضرورت او غرض لپاره یې استعمالوي.

دا وخت چې د پاکستان جمهوریت پلوو پوځي عدالتونو له کومه رای ورکړه نو دا یې د ناکام او کمزوري جمهوریت څرګندونه وکړه، په بله معنا، دوی دا ښکاره کړه چې دا ستاسو بچي دي، موږ د پیریانو په بچو پښې نشو ایښودی.

جمهوریت ورته په دغه رای ورکونه دا وايي:

زموږ کار جنګ نه دی، د جنګ او د محاذ لپاره پوځ تنخا دار دی. د نشان حیدر نه را لاندې بلها د شهادت او غازیتوب تمغې او اعزازونه لري. دغه جنګ زموږ نه دی، سیاست او جمهوریت به خپل کار کوي، پوځ دې خپل کار کوي!

خو!

په پاکستان کې سیاست، جمهوریت او پوځ په هېڅ حالت هېڅ صورت له یو بله جدا شوي نه دي. په ۱۹۷۰-۱۹۷۱ کلونو کې ډهاکه کې چې جنرال نیازي د یو لک پوځ سره وسله وغورځوله او په خېر خېریت د هند قیدیان شول نو هغه وخت پوځ کمزوری شوی و.

په بلوچستان کې یې هم وهل خوړلي وو، سندیان هم ورته په کږه وو. ذوالفقارعلي بهټو نوی ځواک (ایف ایس ایف) جوړ کړی و خو چې په ۱۹۷۷ کې د نهو ډلو سیاسي اتحاد یې د نظام مصطفی لپاره پوځ ته اشاره وکړه او بیا جنرال ضیاءالحق ځان سره سیاسي جمهوري، مذهبي نازولي را یوځای کړل نو د بهټو غوندې زورور لیډر یې له منځه یوړ!

د جنرال ضیاءالحق د اوږد پوځي حکومت برکات نن په ترهګرۍ کې هم شته، مذهبي سخت دریځۍ کې هم جرړې لري، وسله بند سیاسي قوتونه یې هم سیاست، جمهوریت، پوځ او ټولې ادارې خوري. د افغانستان نه را واخله تر پاکستان پورې د جنرال ضیاءالحق باقیات لکه د اپینو د نشې په شان اوس هم شته.

جنرال مړ دی، باقیات یې ژوندي دي. دا اوږده سلسله تر دې دمه دوام لري. پوځ همیشه په پاکستان کې ادارې کمزورې ساتلې دي، ځان یې فعال او مضبوط ساتلی دی ځکه چې د پوځ فطرت جنګ دی، جنګ فعال او مضبوط قوت کوي.

زموږ جمهوري، نظریاتي، قوم پرست، سیکولر قوتونه هم د دغه غلبې لاندې راغلي دي. د پخواني جنرال مشرف د لسو کلونو لویې لوبې سیاسي، جمهوري، نظریاتي قوم پرست، سیکولر قوتونه دومره کمزوري کړل چې نور سخت دریځي شورشونه یې رامنځته کړل.

حال دا چې جنرال مشرف ځان د مصر د جمال ناصر سره پرتله کولو خو د نظریه اقتدار او واک له پلوه له اخوانیانو سره ډېر خوشاله و ځکه چې هغوی یې په لږ څه باندې ډېر دهوکه کولې شو.

نظریاتي سیکولر او قوم پرست یې د اقتدار لپاره خطرې ګڼلې ځکه یې دغه عوامي، ولسي او نظریاتي محاذونه مات کړل او ټول تقاعد شوي پوځي جنرالان او پوځي بیوروکراتان یې په مدني ټولنه کې ورګډ کړل، خیریه موسسو او پروژو کې یې ورله اقتصادي او معاشي پناه ورکړه او لویې لویې ادارې یې ورته وسپارلې.

حتا هر سیاسي ګوند د پوځي تبرک لپاره پخواني پوځي جنرالان او افسران لري. دا دومره اوږده دوره په سیاست او جمهوریت داسې حاوي ده چې جمهوریت په هر شکل هر صورت هر حالت خپلې فیصلې نشي کولی.

په اوس وخت کې خو به ولسونه او تجزیه نګاران او ډېر سیاسي جمهوري قوتونه هم دا ومني چې موږ دې څوک د ترهګرو د حملو نه وساتي، هر څوک چې وي، اوس زموږ د سر نه اور مړ کول دي. د دې شعر په مصداق:

که د قبلې ډډې راخېژي که د بلې ډډې موږ تیارو ځپلو خلکو له خو لمر پکار دی

لمر به راوخېژي، سپینې کونترې به والوزي خو د پوځي عدالتونو د دوو کلونو د فیصلو په شا چې کومه پوښتنه ده د هغې څواب به سیاست او جمهوریت سره څه وي!؟

یوازې دا ځواب خو نه دی چې نواز شریف به ووايي ما پنځه کاله پوره کړل! جمهوریت مې د مړ کېدو نه بچ کړو.

خو!

که د دوو کلونو پوځي عدالتونو د سرونو قرقرې نیغې کړې او د کمزوري جمهوریت نه بل زورور ضیاءالحق د سوله اییز پاکستان د نغرې څخه را پیدا شو نو نا امنۍ ځپلو خلک به د جاګیردارو، سرمایه دارو، صنعتکارو، چودهریانو، سردارانو، خانانو، نوابانو، اربابانو او شریفانو جمهوریت اخلي او که سوله اییز پاکستان!؟

اوس خو سوله اییز جمهوریت او سوله اییز پاکستان د یو لفظ دوه معناوې دي، خلک حیران دي چې زموږ لپاره صحیح معنا کومه یوه ده!؟

ورته مطالب