باجوړ کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي

Image caption له ډېرې مودې راهيسې ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته امنيتي حالات خراب شوي دي

ډېورنډ کرښې ته نژدې باجوړ کې د امنيتي ځواکونو او سخت دريځو تر منځ جګړه کې دری امنيتي کارکوونکي او اووه سخت دريځي وژل شوي.

د سرچينو په وينا دې پېښه کې د امنيتي ځواکونو يو کارکوونکی زخمي شوی هم دی.

دغه جګړه ډېورنډ کرښې ته نژدې د پلټنې عملياتو پر مهال د سالارزي سيمه کې پېښه شوې ده.

دې سيمه کې د دوشنبې پر ورځ د پلټنې عمليات پيل شوي وو.

د باجوړ يوه اوسېدونکي محمد سليم خان وويل چې په سيمه کې سهار ګرزبنديز لګېدلی و او جګړه غرمه مهال پيل شوه.

له ډېرې مودې راهيسې باجوړ کې د سخت دريځو فعالیتونه ډېر شوي دي.

څه موده وړاندې د باجوړ په ډمه ډوله کې په يوه بمي بريد کې دری امنيتي ساتونکي وژل شوي وو.

له دې مخکې باجوړ کې پر امنيتي پوستو ، د امن جرګو پر غړو او د طالبانو پر مخالفينو بريدونه کې ګڼ شمېر خلک وژل شوي دي.