''د خیبر پښتونخوا د ښوونکو وسله وال کول ضرور نه دي''

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption خیبر پښتونخوا کې پر ښوونځي د طالبانو برید په نړیواله کچه وغندل شو

د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر عاطف خان ویلي، د حکومت د هغه پلان عملي کول ضروري نه دي، چې خیبر پښتونخوا کې دې ښوونکي ارومرو ښوونځي کې له ځانه سره وسلې ولري.

د پاکستان حکومت یو پلان وړاندې کړی،‌ چې خیبر پښتونخوا کې د ښوونځي ښوونکي باید له ځانه سره وسلې ولري چې په دې سره د زده کوونکو او ښوونځي ساتنه وکړای شي.

پاکستان دا ګام څو اونۍ وروسته تر هغه واخیست،‌ چې پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې پر یوه پوځي ښوونځي برید وکړ چې تر ۱۴۰ ډېر کسان پکې ووژل شول چې زیاتره یې زده کوونکي وو.‌

د لومړنیو ښوونځیو ټولنې ته په وینا کې ښاغلي عاطف خان وویل، د خیبر پښتونخوا ایالتي کابینې تر اوسه د ښوونکو د وسله وال کېدو په اړه لیکلې فیصله نه ده صادره کړې.

په حکومتي پلان کې راغلي، دوی هېڅ کوم ښوونکی په ښوونځي کې د وسلې ساتلو ته نه اړباسي.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند او د اطلاعاتو ایالتي وزیر مشتاق غني ویلي، دغه نظریه ښوونکو ته دا وړتیا ورکوي چې د پوځيانو تر رسېدو پورې د اورپکو د بریدونو مخه ونیولی شي.

دی واييو دا پرېکړه ځکه نیول شوې ده،‌ چې پولیس د دغه ایالت په هر ښوونځي کې موجود نه دي.

په پلان کې د ښوونځیو شاوخوا د موانعو جوړول هم راغلي دي، یا دا چې اغز تارونه دې ترې راتاو شي.

خو ښوونکو اوس ددوی د مسلح کېدو له پلان سره مخالفت ښودل دی، دوی وايي حکومت د ښوونکو د امنیت نیولو مسؤولیت پخپله د ښوونکو پر غاړه اچوي.

د ښوونکو له دغه مخالفت وروسته د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر عاطف خان دوی ته ویلي، چې حکومت ښوونکي د وسلو ګرځولو ته نه اړباسي،‌ چې په دې سره ددوی ژوند هم له خطر سره مخامخېدای شي، بلکې یوازې دا اجازه ورکوي چې د خپل ځان د ساتنې لپاره وسلې ګرځولی شي.

د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د ژمنیو رخصتیو له کبله ګڼ ښوونځي رخصت شوي دي.

ورته مطالب