شمالي وزیرستان: هوايي بریدونو کې ۳۵ سخت دریځي وژل شوي

Image caption ځايي خلک وايي امنیتي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې د دته خیلو او شوال په مشکوکو ځایونو کې عملیات چټک کړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي د شمالي وزیرستان په دته خیلو او شاوخوا سیمو کې د امنیتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د بهرنیانو په ګډون ۳۵ سخت دریځي وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (آي ایس پي آر) ویلي په دغو سیمو کې د محدودې کچې هوايي بریدونه ترسره شوي دي.

ځايي خلک وايي امنیتي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې د دته خیلو او شوال په مشکوکو ځایونو کې عملیات چټک کړي دي.

همدا لامل دی چې په دغو سیمو کې یا ډېری سخت دریځي وژل شوي او یا هم دوی له هغو ځایونو تښتېدلي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو د تېر کال جون میاشت راهیسې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي چې د چارواکو په وینا په کې څه دپاسه ۱۲۰۰ سخت دریځي وژل شوي دي.

د پېښور پر پوځي ښوونځي (آرمي پبلک سکول) له برید وروسته د شمالي وزیرستان په ګډون د پاکستان په ډېرو سیمو کې د سخت دریځو پر ضد عملیات روان دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي د شمالي وزیرستان ډېری سیمې له سخت دریځو پاکې کړای شوي او ډېر ژر به بې ځایه شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته ولېږل شي.

د شمالي وزیرستان د میرانشاه او میر علي سیمې په بشپړ ډول له سخت دریځو پاکې شوې او د دته خیلو او شوال په ډېرو سیمو کې هم د ځايي خلکو په وینا اوس سخت دریځي نشته.

د دې تر څنګ د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان او شاوخوا سیمو کې هم د سخت دريخو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو، پولیسو او نورو ادارو عملیات روان دي خو حکومتي سرچینو د دغو عملیاتو جزئیات نه دي ورکړي.

د پېښور پر پوځي ښوونځي له برید وروسته په پاکستان کې د ملي پلان له مخې پولیسو د مشکوکو کسانو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

پولیسو ویلي د تېرو څو ورځو د لټون په عملیاتو کې ۲۴۶ کسان نیول شوي چې له ډېریو یې وسلې هم لاسته راغلي.

په دغو عملیاتو کې د کورونو تر څنګ هوټلونه هم په نښه شوي او پر لارو هم د پوستو او ګرځنده ټیمونو په مرسته مشکوک کسان نیول شوي دي.

ورته مطالب