''داعش'' د افغانستان او پاکستان لپاره قومندان ګومارلی

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption اسلامي دولت ډله دا مهال په عراق او سوريه کې زياتې سيمې تر خپلې ولکې لاندې لري او ابوبکر البغدادي يې د خليفه په توګه ټاکلی دی

اسلامي دولت ډلې تاييد کړې، چې د پاکستاني طالبانو يو پخوانی وياند حافظ سعيد خان يې په سيمه کې د خپل قومندان په توګه ګومارلی دی.

حافظ سعيد تر دې وړاندې له طالبانو خپله لار بېله کړې وه.

اسلامي دولت ډله دا مهال په عراق او سوريه کې زياتې سيمې تر خپلې ولکې لاندې لري او ابوبکر البغدادي يې د خليفه په توګه ټاکلی دی.

حافظ سعيد لس ورځې وړاندې په يوه ويډيو کې راڅرګند شوی و. اوس په اسلامي دولت پورې د ټويټر له يوه تړلي اکاونټ نه په خپاره شوي غږيز پيغام کې ويل شوي، چې ښاغلی سعيد د اسلامي دولت ډلې نوی قومندان دی.

سعيد خان د اورکزيو ايجنسۍ دی او د پاکستاني طالبانو تحريک کې د اورکزۍ ايجنسۍ مشر و.

په ۲۰۱۳ کال کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د حکيم الله مسعود له وژل کېدو ورسته، نوموړی د پاکستاني طالبانو له تحريک نه جلا شو او ځانته يې ډله جوړه کړه.

له سعيد خان سره په وېډيو کې د افغان طالبانو دوه قومندانان هم ښکاري او له دې جوتېږي،چې دغه ډله په پاکستان او افغانستان دواړو کې ملاتړ ترلاسه کوي.

په دغه وېډيو کې له سعيد خان سره لس کسیزه ډله لیدل کېږي، چې هغوی ورسره بيعت کوي.

اسلامي دولت ډلې په ډېره کمه موده کې د نړۍ په يو شمېر سيمو کې ځانته ملاتړي پيدا کړي دي.

اوس د اسلامي دولت له لوري ابو محمد العدني د دې پخلی کړی، چې په رېښتيا هم دوی د افغانستان او پاکستان لپاره خپل قومندان ګومارلی دی.

العدني په نوي پيغام کې د سعودي د پاچا عبدالله د مړينې يادونه هم کړې، چې ثابت شي دغه پيغام نوی دی.

ده ويلی سعيد خان د خراسان قومندان دی، خراسان د افغانستان مخکینی نوم دی.

د ناتاييد شويو راپورونو له مخې يوازې د افغانستان په هلمند ولایت کې د اسلامي دولت تور بيرغ ښکاره شوی، خو افغان چارواکو دا راپورونه رد کړي دي.

ورته مطالب