پښتونخوا کالم - د ولي باغ نه تر شيشم باغ پورې

Image caption ولي باغ او شيشم باغ دواړه په سياست تقسيم دي، دا وخت په دوو قبرونو جنګ دی، يو د ولي خان قبر دی، بل د باچا خان اخری ارام ګاه ده.

د ولي باغ نه تر د شيشم باغ پورې دوه سیاسي دورونه (باچا خان او ولي خان) د يو بل پیل او پای دي.

دریم دور (اسفنديار ولي خان او بېګم نسيم ولي خان) د يو نوم، د يو خاندان، د يو رنګ دوه مخالف دي!

دا اختلاف، دا فرق هر کال په ٢٠ جنورۍ باچا خان د تلين په نېټه، او په ٢٦ جنورۍ عبدالولي خان د تلين په نېټه پښتانه حیران دريان پاتې کړي، چې موږ چېرته اودرېږو؟ چا پسې روان شو؟ او څه وکړو؟

ولي باغ او شيشم باغ دواړه په سياست تقسيم دي، دا وخت په دوو قبرونو جنګ دی، يو د ولي خان قبر دی، بل د باچا خان اخری ارام ګاه ده.

د ولي باغ نه د شيشم باغ د سياست او د افغانستان په حواله يو اوږد سیاسي تاريخ پروت دی، خو دا تاريخ اوس هر څوک په خپلو لفظونو کې ليکي يا یې بيانوي.

څومره بدمرغي ده چې د پښتونخوا نه د باچا خان جنازې سره ټول پښتانه د جلال اۤباد په توده ځمکه ورختلي وو، نو هاغه وخت د باچا خان جنازه د اجمل خټک د مرام سره ډولۍ ښکارېده.

خو پښتونخوا په واپسۍ کې په وينو سرې جنازې راوړې، د پښتون افغان د جنګولو هڅه وشوه خو پښتنو وویل: موږ خپل شريک دښمن پېژنو!

دا خبره د افغانستان د جهاد نه واخله د فساد پورې او د طالبانو په دور کې هم رښتيا ثابته شوې ده، چې د کابل د شهيدانو تپه کې د ثور انقلاب د شهيدانو د قبرونو کتبې ماتېدې، او اوس قبرونه په بمونو الوتل، خو باچا خان ته په هر دور کې افغانانو احترام لرلى دی.

د وروستيو دورونو مرورو افغانانو هم ورته سلام او احترام ورکړی دی.

د تکړه افغان دا دوه جذبې د هېرولو نه دي چې ماهیپر پُل او د باچا خان مقبره یې ساتلي دي، چې خاموش مجاهدينو د ماهیپر پُل په بم الوزولو نو جهادي افغان ورته وویل:

دا خو زموږ يو وجود دی، موږ په منځ مه ټوټې کوئ. دا خو زموږ تاريخ دی، زموږ د تاريخ څخه پاڼې مه شوکوئ. باچا خان خو زموږ د خاورې امانت دی، موږ نه د مړو خاینان مه جوړوئ!

خو له بده مرغه د ابدالي د تُورې او پټکي په خيانت ټول پښتون افغان ځان ته خجل ملامته دي!

وخت او حالاتو په بېلا بېلو دورونو پښتون افغان ته د خپلې نادانۍ له کبله په مخ لاسونه راښکلي دي، او پښتون افغان ورته دا نه دي ويلي چې دا هر څه خو را باندې تا کړي دي، هم دې مړ کړم هم دې پړ کړم!

د کابل نه د شيشم باغ او د شيشم نه د ولي باغ پورې د انقلاب، سیلاب، جهاد او فساد دا ټول سفر د داسې خجالتونو نه ډک پک پروت دی.

هغه خلکو چې دا سفر یې پخپله هم کړی دی، په نورو یې هم غنې راښکلې دي، اوس ورته يو محترم ''افسانه'' وایي، پوهان ورته په درمسال کې خټې وایي!

د يو کتاب منونکي اوس دغه کتاب نه مني، د زړو کتابونو څخه پاڼې شلوي، کرښې ترې جُدا کوي.

موږ اوسه پورې د تاريخ په حواله دا ليکل لوستل او منل چې زموږ تاريخ هم دروغجن دی، تاريخ ساز هم منافق دي، تاريخ درباريانو ليکلى دی، د درباريانو ژبه د ''حاکم وخت'' ژبه وي، خو اوس د پښتونخوا يوه بله نوې کیسه واورئ:

د ولي خان کتاب باچا خان او خدايي خدمتګاري چې اُردو او انګريزۍ ته ژباړلى شوى دی، د کتاب هغه برخه په ژباړه کې نشته چې د روان عصر د نوي سياست پر ضد دی، په تاريخ کې چا اصلاح ليدلې ده!؟

پوهان وایي چې تاريخ بې رحمه وي، زموږ طرف ته تاريخ مظلوم دی، تاريخ کُش بې رحمه دي، د مرۍ پرېکولو طالب او د تاريخ اصلاح کولو اُستاد محترم دواړه يو شان دي.

فرق فقط دومره دی، يو الله اکبر وایي او بل د نوي سياست د تهذيب په نوم په قلم کې تېزاب اچولي دي، عجيبه دا ده د بشري حقونو پلویان په مخونو د تېزاب اچولو خلاف احتجاج کوي خو چې څوک د ټول قامي تحريک او تاريخ په مخ تېزاب اچوي، نوى سياست د هغوى دانش ته احترام ورکوي!

نن باچا خان او ولي خان په موږ کې نشته، د شيشم باغ نه تر ولي باغ پورې ټول تحريک، تاريخ، کتاب او استاد، تقرير او تحرير، هر څه بدل دي، د خاندان جنګ د دوو قبرونو په سينه په ګلونو کې نه ښکاري ځکه چې په دواړو قبرونو د سور رنګ ګلابونه دي، په دواړو څلو لمسي د لوی بابا د غټ بابا، دعوه کوي.

دواړو قبرونو ته د بهر نه هېڅ خطره نشته، ټولې خطرې د دننه دي، خانداني دي، ذاتى دي، د نظرياتو جنګ د شوروي اتحاد د ماتېدو سره پای ته رسېدلى دی.

نظرياتی خلک د قبرونو دننه په ابدي خوب پراته دي، روحونه یې ناکراره دي، د شيشم باغ خاموشي دا ځل بېګم نسيم ولي خان په سیاسي ضد ماته کړه، په دواړو قبرونو (د باچا خان او ولي خان) یې دعوه نوې کړه.

بېګم نسيم بي بي جلال اۤباد ته د خپل ګوند د ټولګې سره لاړه.

د شيشم باغ يخ وهلي ونو به ميګونې مسکيتوب کړی وي، مرغو به شور جوړ کړی وي، چې د پښتونخوا څخه دا قافله دومره موده پس سلام له راغله او که د سیاسي جنګ فېصلې له!؟

په باچاخان به یې زيرى کړی وي، تور لحد ته څراغونه دا دي راغله، د وختونو سلامونه دا دي راغله!

دا هاغه شيشم باغ دی چې د ټول پښتون افغان د فېصلو مرکز و، خو نن د باچا خان په قبر او مرکز هم جنګ دی، د ولي باغ په قبر هم يو اواز تېز دی بل اواز بوغ دی.

د سرو جنډو جلوس هم نه راځي، سرونه سرتور دي، پټکي ترې پرېوتي دي، ولسونه اوتر حیران ولاړ دي، نه رهبر شته، نه سنګر او نه لښکر!

د شيشم باغ نه تر ولي باغ پورې د دوو قبرونو دوه ناکراره روحونه په دغه لوبه چپ دي!

د ولي باغ نه راختونکى غږ وایي: بابا زما په کور کې غليله ده، هوتي او هشنغر په جنګ دي، د فېصلې څوک نشته، ما له یې دا لنډۍ په خوله کې وچه کړه:

خدای به دې زلفې په لاس راکړي ما ته د کلي ماشومان دعا کوينه

د شيشم باغ نه ځواب راځي: اى ولي!

ما پرون مرورو افغانانو ته وويل دا زموږ جنګ نه دی، دا د دوو لويو طاقتونو جنګ دی.

نن خپلو پښتنو ته وايم: دا ستاسو جنګ نه دی، د بیرغ او قرقرې جنګ دی.

اى ولي! ما به درته نه ویل، پښتون هر څه ته ټينګ دی خو د پیسې ټنګ ته د ټينګې نه دی.

د زړه په باغ مې ږلۍ وشوه بويه چې بيا پسرلى راځي سپړي ګلونه

ورته مطالب