درانی: قوي امکان شته چې آی اېس آی په اسامه خبر و

د انځور حقوق AFP
Image caption اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې د پاکستان په شمالي ایبټ آباد ښار کې د امریکايي پوځ د ځانګړو عملیاتو پرمهال ووژل شو.‌

د پاکستاني څارګرې ادارې (آی اېس آی) پخواني او متقاعد شوي مشر جنرال محمد اسد دراني ویلي،‌ ډېر قوي امکان شته چې آی اېس آی د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدا مخکې د هغه په اړه خبر و.

ښاغلي اسد دا څرګندونې له الجزیره تلوېزیون سره په (هېډ ټو هېډ) پروګرام کې کړې دي.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې د پاکستان په شمالي ایبټ آباد ښار کې د امریکايي پوځ د ځانګړو عملیاتو پرمهال ووژل شو.‌

د آی اېس آی دغه پخوانی مشر دا هم وايي،‌ د دغه سازمان پر هغې څرګنددونې پوره شک لري، چې ویل یې د اسامه تر وژل کېدا پورې آی اېس آی د هغه په اړه هېڅ مالومات نه لرل او نه یې هم ځای ځایګی ورته مالوم و:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسد درانی له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۲ پورې د آی اېس آی مشر،‌له ۱۹۹۴ تر ۱۹۹۷ په جرمني کې د پاکستان سفیر او له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۲ پورې سعودي کې د پاکستان سفیر تېر شوی.

''زه په پوره یقین نه شم ویلی، چې ګني آی اېس آی سازمان د اسامه په اړه نه پوهېده،‌ خو زما قوي باور دا دی چې دوی هلته د اسامه په موجودیت خبر وو''.

اسد درانی وايي، کېدای شي پاکستان د کومې معاهدې پر نسټ امریکا ته د اسامه بن لادن د اوسېدو پته ورکړې وي.

د نوموړي په وینا ''کېدای شي داسې په پام کې نیول شوي وي چې په مناسب وخت کې به یې افشا کړي‌ او مناسب وخت به هغه وي چې کومه مهمه معاهده تر سره شوي وي که چېرې له تاسو سره د اسامه بن لادن په شان یو غړی وي، نو تاسو هغه بې ښه او بې بدۍ امریکا ته نه شئ سپارلی''.

نوموړی وايي، د اسامه بن لادن په اړه معلومات د یوې داسې معاهدې پر بنسټ کېدای شي په ډاګه شوي وي چې په یو ډول نه یو ډول افغان لانجې ته د پای ټکی کېښودی شي.

نوموړي د یوې بوښتنې په ځواب کې وویل: ''که چېرې آی اېس آی دغه کار کاوه، نو زما په اند ښه کار یې کاوه، او که چېرې دوی د هغه د اوسېدو ځای په ډاګه کړی وي نو دا هغه څه دي چې باید دوی کړي وای''.

داسې ښکاري چې آی اېس آی هغه ته پناه نه وه ور کړې او نه یې د ۲۰۱۱ کال په برید کې لاس لاره.

اسد درانی وايي: ''د ناپوهۍ او بې خبرۍ په پرده کې اعتراف هم د سیاسي وجوهاتو پر بنسټ شوی وو، تر هغه ځایه چې د پاکستان د عامو خلکو مساله ده، نو دا د دوی لپاره ځوروونکې خبره وه چې له امریکا سره د دوی حکومت هم د اسامه بن لادن په سازش کې شامل وو''.

نوموړي دا هم وویل، چې اسامه بن لادن په پاکستان کې په ډېر قدر او درنښت سره یادیږي.

اسد درانی له ۱۹۹۰تر ۱۹۹۲ کاله د آی اېس آی مشر او له ۱۹۹۴ تر ۱۹۹۷ پورې په جرمني او له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۲ په سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر و.

ورته مطالب