'خیبر پښتونخوا کې بمبارۍ ۷ سخت دریځي وژلي'

د انځور حقوق Getty
Image caption په خیبر ایجنسي کې تېره کال د خیبرون په نامه د پاکستان د پوځ لخوا عملیات پیل شول چې له هغه مخې په تیراه کې د امنیتي چارواکو له خوا هالته عملیات روان وو.

پاکستاني چارواکي وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا قبایلي تیراه سیمه کې هوايي بریدونو لږترلږه اووه سخت دریځي وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان تلویزیون د نظامي چارواکو له خولي ویلي، چې دغه عملیات په تیراه سیمه کې تره شوي او سختدریځو سر بیره د هغوی پټنځایونه یې هم له منځه وړي دي.

خو تر دې دمه د پاکستاني پوځ د (عامه اړیکو څانګې) په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې د وژل شو کسانو شمېر په رسمي ډول تایید شوی.

په قبایلي سیمو شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسي کې د پاکستان د امنیټي چارواکو له خوا هوايي عملیات او بمباري له ډېر وخت راهیسې روان دی.

تېره میاشت هم په دغو قبایلي سیمو کې هوايي بریدو په ترڅ کې ۱۲۵ نه د ډېرو سختدریځو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

په خیبر ایجنسي کې تېره کال د خیبرون په نامه د پاکستان د پوځ لخوا عملیات پیل شول چې له هغه مخې په تیراه کې د امنیتي چارواکو له خوا هالته عملیات روان وو.

د پوځیانو او امنیتي چارواکو له خوا روانو عملیاتو له کبله ډېر شمېر کورنۍ بې ځایه شوې او کډوالۍ ته اړ ایستل شوې دي.