پېښور کې د شیعه ګانو پر جومات برید ۲۰ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption دا د روان کال اوږدو کې د شیعه ګانو پر جومات پاکستان کې دویم برید دی

دریو بریدګرو د خیبر پښتونخوا ایالت مرکزي ښار پېښور کې د شیعه ګانو پر یوه جومات برید کړی، چې ۲۰ کسان پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دی.

د حیات اباد سیمې دغه برید کې پولیسو او بریدګرو تر منځ نښته شوې ده.

وروسته چارواکو وویل، یوه برید ګر په ځان پورې تړلي بارووت وچوول، یو یې ونیول شو او یو بل په ډزو ووژل شو

پېښه حیات اباد پاسپورټ دفتر ته نژدې د شیعه ګانو یوه جومات کې هاغه مهال وشوه، چې ځايي خلک د جمعې لمانځه لپاره جومات کې وو.

د پېښور پولیسو یوه مشر خبریالانو ته د پېښې په ځای کې ویلي، چې دریو یا څلورو بریدګرو دغه برید کې برخه درلوده.

یوه ځايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې دوو بریدګرو لومړی پر جومات د لاسي بمونو برید وکړ.

د پولیسو په وینا لومړی ډزې وشوې او وروسته دوه ځانمرګي بریدګر جومات ته ننوتل.

د پېښې ټپیان حیات اباد روغتون ته لېږدول شوي دي. د ډېری ټپیانو روغتیايي حالت په اړه ویل شوي، چې ښه نه دی.

پاکستاني طالبانو ویلي دغه برید دوی کړی او وايي دا د ډاکټر عثمان د اعدامولو غچ اخیستنه ده. له بریده وروسته په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

یوه ځايي چارواکي ویلي داسې معلومات ورکړل شوي دي، چې وسله وال اوس هم په سیمه کې موجود دي او وايي د پولیسو او بریدګرو تر منځ ډزې شوې دي.

دا د روان کال اوږدو کې پاکستان کې د شیعه ګانو پر جومات دویم برید دی، چې کېږي.

له دې مخکې د سند ایالت په شکارپور سیمه کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د برید پایله کې له شپیتو ډېر کسان وژل شوي وو.