په ژوب کې د تښتول شويو کارکوونکو پلټنه کې دوه کسان وژل شوي

Image caption په تېرو څو اوونيو کې د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د تښتونې پېښو کې زياتوالی راغلی دی

د بلوچستان ژوب کې د پلټنې عملياتو په ترڅ کې دوه بريد کوونکي وژل شوي دي.

پوليس وايي دتښتول شويو پوليو کارکوونکو د خوشي کېدو لپاره يې د پلټنې عمليات بيا پيل کړي دي.

د امنيتي کارکوونکو په وينا دوو وسله والو پر امنيتي ساتونکو بريد وکړ چې په ځوابي ډزو کې يو بريد کوونکی ووژل شو او بل ټپي شو.

پوليس وايي کله چې امنيتي کارکوونکی ټپي بريد کوونکي ته نژدې شو هغو پرې د لاسي بم بريد وکړ چې په خپله پکې ووژل شول او امنيتي کارکوونکی يې هم ټپي کړ.

د جمعې پر ورځ د پوليو دوه کارکوونکي او د هغوی ساتوونکي د نامعلومو وسله والو له خوا وتښتول شول.

د دوي د خلاصون لپاره عمليات پيل شوي چې تر اوسه کومه لاسته راوڼه نه لري.

همدارنګه ژوب ته نژدې کلا سيف الله کې شپږ کسان تښتول شوي وو چې تر اوسه نه دي خوشي شوي.

د جنورۍ پر څلورمه نېټه کلا سيف الله کې د وسله والو لس مساپرتښتولي وو.

تښتوونکي يو کس وژلی، څلور يې خوشي کړي او دری نور تر اوسه بې درکه دي.