د سوات تبسم د 'زړورتیا' جایزې ته نومانده شوې

د انځور حقوق b
Image caption مېرمن تبسم د مېرمنو حقونو فعاله ده.

د خیبر پښتونخوا ایالت سوات سیمې اوسېدونکې تبسم عدنان نوم په هغو کسانو کې شامل دی، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت لخوا د ۲۰۱۵ کال لپاره (د ښځو زړورتیا نړیواله جایزه) ورکړله شوې ده.

دغه جایزه په بېلابېلو برخو کې زړورو ښځو ته له ۲۰۰۷ کاله راهیسې د (انټرنیشنل ویمن اف کرج ایوارډ) په نوم ور کوله کېږي.

سږ کال دغه جایزه هغو لسو مېرمنو ته ورکړله شوې، چې د افغانستان، بنګله دیش، جاپان،سوریې،کینیا، بولیویا، برما، پاکستان او منځنۍ افریقا جمهوریت اوسېدونکې دي.

تبسم عدنان د خیبرپختونخوا سوات سیمې اوسېدونکې ده، چې دغه سیمه څو کاله مخکې د پاکستاني طالبانو په واک کې وه.

مېرمن تبسم د مېرمنو حقونو فعاله ده.

نوموړې په کم عمرۍ کې، چې ایله ۱۳ کلنه وه، واده شوه او د مېړه لخوا له شل کاله ذهني او فزیکي ځور زغمولو وروسته له هغه نه بېله شوه. دا داسې پرېکړه وه، چې له کبله یې نوموړې له کور او ماشومانو هم لاس پر سر شوه.

نوموړي له هغه وروسته د خویندو جرګې په نوم یوه غیر دولتي موسسه جوړه کړه. دغه جرګه هره اونۍ د سیمې ښځو ستونزو په باب غور کوي.

هغه ستونزې چې دوی ورسره مخامخ دي، د پت په نوم وژنې، پر ښځو تیزاب اچوول او د سورې په نوم د بدۍ دښمنۍ بدل کې د نجونو ودول دي.

د انځور حقوق
Image caption تبسم عدنان د ''خویندو جرګې'' په نامه د ښځو د حقونو لپاره یو بنسټ جوړ کړی

د خویندو جرګې فعالیتونو کې ځايي مېرمنو کې د عامه پوهاوي ډېرولو، د رایې کاروونې لپاره د مېرمنو هڅولو او د زور زیاتي ښکار مېرمنو سره وړیا قانوني مرسته شامل دي.

د تبسم په مشرتابه خویندو جرګې غړې په پارلمان کې د سیمې له استازو سره هم د ښځو حقونو تر لاسه کولو لړ کې لیدنې کوي.

تبسم د سیمې لومړنۍ مېرمن ده، چې پر یوه ماشوم د جنسي تېري خلاف د پرېکړې لړ کې د نارینه وو جرګې ته هم وبلله شوه.

نوموړې له بې شمېره ګواښونو او د همکارانو له هغو مشورو سره، چې باید مخکښه و نه اوسي، خپله مبارزه روانه ساتلې.

ورته مطالب