ګلالۍ اسمعیل ته د 'کامن وېلت' جایزه ورکړل شوه

ګلالۍ اسمعیل او صبا اسمعیل
د عکس تشریح،

ګلالۍ اسمعیل په ۱۶ کلنۍ کې له خپلې خور صبا اسمعیل سره د (Aware girls یا د نجونو پوهول) په نامه یو ناحکومتي بنسټ هم جوړ کړی و، چې زلمیانو او ځوانانو ته یې د هغوی د حقونو په برخه کې پوهاوی ورکاوه.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا ۲۸ کلنې فعالې ګلالۍ اسمعیل ته د نجونو د حقونو د خدمت په لړ کې د ټولنیزو فعالیتونو له کبله کامن وېلت د ځوانانو جایزه ورکړل شوه.

دغې جایزې د اسیايي هېوادونو هند، سنګاپور او پاکستان نه یو یو ځان غوره شوی و.

جایزه په لندن کې ورکړل وه، چې د بي بي سي اردو څانګې له جایزې ګټلې ګلالۍ اسمعیل سره ځانګړې مرکه هم کړې ده.

هغې ویلي، له ۱۲ کلونو راهیسې، پاکستان کې د ځوانانو د حقونو په برخه کې کار کوي.

ګلالۍ اسمعیل په ۱۶ کلنۍ کې د (Aware girls یا د نجونو پوهول) په نامه یو ناحکومتي بنسټ هم جوړ کړی و، چې زلمیانو او ځوانانو ته یې د هغوی د حقونو په برخه کې پوهاوی ورکاوه.

په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستاني ټاکنوپرمهال، ګلالۍ د ښځو یو سل کسیزه ډله جوړه کړې وه، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي پروړاندې او په کم عمر کې د نجونو د ودولو پرضد یې کمپاین کاوه.

ګلالۍ بي بي سي ته ددغې جایزې په اړه وویل، دا په شخصي کړنو پورې اړه لري ''هلته د نجونو حقونه تر پښو لاندې کېږي او زورزیاتی ورسره کېږي، چې د ستونزو په اړه د ښځینه وو غږ پورته کول ګران کار دی''.

دا وايي ''که چېرې تاسو خپل غږ پورته کړئ، ګڼ مخالفان به دې مخې ته ودرېږي''.

د عکس تشریح،

ګلالۍ اسمعیل وايي، هره ورځ پخپل ژوند کې پر خواله رسنیو ښکنځل کېږي او په مخالفت کې یې خلک درېږي

نوموړې زیاتوي، ۱۲ کاله مخکې یې کله چې د نجونو د حقونو په باب کار پیل کړ، چاپېریال دوستانه و او هومره ستونزې نه وې لکه اوس چې موجودې دي.

ګلالۍ اسمعیل وايي، هره ورځ پخپل ژوند کې پر خواله رسنیو ښکنځل کېږي او په مخالفت کې یې خلک درېږي:

''په ټولیزو رسنیو ځینې سخت دریځي ځوانان کرکه پاروونکې خبرې کوي، دا ځکه چې دوی نه غواړي د نجونو د حقونو په اړه دې څوک غږ پورته کړي''.

په ۲۰۱۴ کال د انټرنېشنل هیومنسټ ایوارډ او فارن پالیسي میګزین ۲۰۱۳ ګلوبل تېنکرز د جایزو پرمهال هم ګلالۍ اسمعیل خوښي ښودلې وه، چې نه یوازې د روان وضعیت د بدلون لپاره کار کوي، بلکې زلمیان او ځوانان یې د روښانه راتلونکي راتلو په اړه لاسنیوی کوي.

د عکس تشریح،

ګلالۍ بي بي سي ته ددغې جایزې په اړه وویل، دا په شخصي کړنو پورې اړه لري ''هلته د نجونو حقونه تر پښو لاندې کېږي او زورزیاتی ورسره کېږي، چې د ستونزو په اړه د ښځینه وو غږ پورته کول ګران کار دی''.