له قبايلي سيمو د بېځايه شويو کډوالو بېرته ستنېدل پيل شول

د انځور حقوق

بي بي سي ته په خبرو کې د قبايلي سيمو د ناورين سره د مبارزې مشر فرمان خلجي وويل نن دوشنبې (د مارچ ۱۶ ) به له جنوبي وزيرستان څخه د بېځايه شويو کډوالو بېرته ستندل پيل شي.

ده زياته کړه چې په نژدې راتلونکي کې به د جنوبي وزيرستان له بېلابېلو سيمو څخه بېځايه شوي وګړي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

دی وايي له هرې کورنۍ سره به د سامان د لېږد او بېرته ژوند جوړولو لپاره شاوخوا ۳۵۰ ډالره مرسته وشي.

۲۰۰۹ کال کې د پاکستاني پوځ له خوا په جنوبي وزيرستان کې عمليات پيل شوي وو چې په نتيجه کې يې له اووه لکه زيات وګړي بېځايه شوي، زياتره له دغو کسانو دېره اسماعيل خان او شاوخوا نورو سيمو ته کډه شوي دي.

ويل کېږي د خيبر، باړه سيمه کې د اکاخېلو ۲۰ زره کورنۍ بېرته خپلو سيمو ته ستنې شوې دي.

د شمالي وزيرستان د بېځايه شويو کورنيو په اړه فرمان خلجي وویل چې د دوی بېرته ستنېدنه به د مارچ له ۳۱ نېټې پيل شي.

تېر کال شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ د عملياتو له کبله ډېرې کورنۍ افغانستان ته هم ګډه شوې، افغان حکومت او خيريه ټولنو ورته د اوسېدو کمپونه جوړ کړي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنري يو اېن اېچ سي آر وايي شاوخوا ۶۵ زره کډوال له شمالي وزيرستان څخه خوست او شاوخوا نهه زره کورنۍ پکتيکا ته ګډه شوي دي.

خوست په ګلان نومي پنډغالي کې د وزيرستان ماشومانو لپاره ۸۰ ښوونځي پرانيستل شوي وو.

تراوسه معلومه نه ده چې افغانستان ته تللي ګډوال به بېرته وزيرستان ته ستانه شي.

د پاکستاني پوځ وياند وايي شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملياتو وروسته يې سيمه له ترهګرو پاکه کړې ده.