"خیبر پښتونخوا کې ۸۰ سخت دریځي وژل شوي"

د انځور حقوق BBC Urdu
Image caption د دغو عملیاتو له کبله له دغو سیمو ډېری خلک کډوالۍ ته اړ ایستل شول

د پاکستان پوځ وايي، قبایلي سیمې خیبرایجنسي کې د ( خیبر۲ ) په نوم روانو عملیاتو کې تر دې دمه ۸۰ وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ عامه اړیکو برخې مشر عاصم باجوه په خپل ټویټرپیغام کې ویلي، د عملیاتو له پیل راهیسې نژدې ۱۰۰ وسله وال سخت دریځي ټپیان شوي دي. نوموړي دا هم ویلي چې تر اوسه د خیبرټو نومي عملیاتو بهیر کې د پاکستاني پوځ ۷ کسان هم وژل شوي دي.

د پوځ ویاند وايي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې پراخه قبایلي سیمه د سخت دریځو له ګواښه پاکه شوې او ډېورنډ کرښې ته څېرمه عملیات لا روان دي چې وايي سخت دریځو ته پکې درانه زیانونه اوښتي دي.

نوموړي وايي، سخت دریځي اوس خیبر ایجنسي کې له خپلو پټنځایونو نه د افغانستان پر لور تښتېدلي او وايي په بشپړ ډول به د هغوی له منځه وړولو لپاره عملیات روان وي.

پاکستاني پوځ د روانې میاشتې په ۱۳ او ۱۸ نېټه په خیبر ایجنسي کې د هوايي بریدونو له کبله د لسګونو سخت دریځو د وژلو ادعا کړې وه. خو د وژل شویو کسانو د اړوندو ډلو په اړه هېڅ ډول پيژندنه یا معلومات یې نه وه بیان کړي.

خیبر ایجنسي په دریو سیمو، باړه، جمردو او لنډي کوتل کې د تېر کال اکتوبر کې پوځي عملیات پیل شوي او له دې مخکې په تېراو دره کې د امنیتي ځواکونو عملیات پیل شوي و.

د دغو عملیاتو له کبله له دغو سیمو ډېری خلک کډوالۍ ته اړ ایستل شول.

ورته مطالب