بلوچستان: پر ټانکرو بريد او چلوونکي يې تښتول شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption د مستونګ سيمه د بلوچستان جنوب لويديځ ته پرته ده چې مخکي هم وسله والو کسانو پکې ګڼ شمېر بريدونه ترسره کړي

د بلوچستان په مستونګ کې بريد کوونکو د تېلو پنځه ټانکر سوځولي او څلور چلوونکي يې له ځانه سره برمته بېولي دي.

داپېښه د دوشنبې (مارچ ۲۳) پر سهار کردګاپ سيمې په سربند کې پېښه شوې ده.

د بلوچستان امنيتي ځواکونو بي بي سي ته ويلي پنځو ټانکرو له کراچۍ څخه بلوچستان ته تېل لېږدول چې د وسله والو کسانو له خوا پرې بريد وشو.

د دې پېښه پړه بلوڅ بېلتون پالې ډلې پر غاړه اخيستې ده.

له دې وړاندې هم وسله والو کسانو افغانستان کې اېتلافي ځواکونو ته د تېلو پر لېږدونکو ټانکرو ګڼ شمېر بريدونه کړي دي.

د امنيتي ځواکونو په وينا ټانکر چلوونکو د خپلې اصلې لارې په ځای غوښتل له لنډې لارې سفر وکړي، کله چې د سربند سيمې ته ورسېدل د وسله والو کسانو له خوا پرې بريد وشو.

په دې پېښه ټول تېل او ټانکر له منځه تللي دي.

وسله والو له پنځو ټانکر چلوونکو څلور له ځانه سره نامعلوم ځای ته برمته بېولي دي.

د مستونګ سيمه د کوټې جنوب لوېديځ کې پرته ده. مخکې هم وسله والو په دې سيمه کې ګڼ شمېر بريدونه ترسره کړي دي.

د پاکستاني ځواکونو په وينا د امنيتي ځواکونو په زياتوالي اوس په دې سيمه کې د ناامنۍ پېښې کمې شوې دي.

ورته مطالب