"تېرا کې ۱۵ سخت دریځي وژل شوي"

Image caption د امنیتي ځواکونو درې کسان هم په دغه نښته کې ټپیان شوي

د پاکستاني پوځ عامه اړیکو ادارې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د خیبر ایجنسۍ په تېرا سیمه کې د پوځ ځمکنیو عملیاتو کې ۱۵ سخت دریځي وسله وال وژل شوي دي.

پوځیان وايي، د وژل شویو ۱۰ مړي له دوی سره دي.

دغه اعلامیه د شنبې په ګهیځ خپره شوې، چې وايي، د مستګ پوستې په شاوخوا کې له ۳۰ تر ۴۰ وسله وال یو ځای شوي وو.

د مارچ په ۲۳ مه پاکستاني پوځ ادعا کړې وه، چې سیمه کې یې د هغه تونل کنترول تر لاسه کړی، چې په وینا یې وسله والو له دغې سیمې نه افغانستان ته د تلو لپاره کارواه.

د شنبې په ورځ په یوه لڼده خبرپاڼه کې چارواکو ویلي، چې په مستګ کې شته امنیتي ځواکونو سخت دریځي کلابند کړل چې وايي، وروسته د دواړو خوا تر منځ سخته نښته وشوه.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې د امنیتي ځواکونو درې کسان هم په دغه نښته کې ټپیان شوي دي.

د ای ایس پي ار لخوا د مارچ په ۲۱ خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و، چې خیبر۲ نومي عملیاتو کې ټولټال ۸۰ سخت دریځي وژل شوي دي.

له هغه درې ورځې مخکې دوی ویلي و، چې په هوايي بریدونو کې یې ۳ سخت دریځي وژلي دي.

د پوځیانو په خبره عملیاتو کې د ټپي شويو سخت دریځو شمېر ۱۰۰ته رسېږي.

ورته مطالب