کوټې ته نژدې څلور شکمن ځانمرګي نيول شوي

د بلوچستان امنيتي ځواکونه وايي د کوټې ښار ته څېرمه يې څلور ځانمرګي بريد کوونکي او ۱۱ نور ترهګر نيولي دي.

د امينتي ځواکونو په وينا دا کسان يې د کوټې ښار ته نژدې د کچلاغ په سيمه کې نيولي دي.

دوی وايي د مذهبي سخت دريځو پر وړاندې د پټو عملياتو په ترڅ کې دا کسان نيول شوي او ويل کېږي دوی په کوټه د بريدونو پلان جوړاوه.

د امنيتي ځواکونو يوه کارکوونکي چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله وويل، په دې عملياتو کې يې "څلور ځانمرکي بريدکوونکي له وسلو سره" نيولي دي.

کچلاغ د کوټې ښار شمال ته پرته سيمه ده چې اوسېدونکي يې پښتانه دي.

وړاندې هم له دې سيمې په زيات شمېر شکمن کسان نيول شوي وو.

دوې ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو په لورلايي سيمه کې د پلټنې عمليات ترسره کړي وو، چې په وينا يې ګڼ شمېر ترهګرو وژلي دي.

ويل کېږي بلوچستان کې لښکر جنګوي د ترهګرۍ زياتو پېښو پړه پر غاړه لري.