''بلوچستان کې واکسین ۶ ماشومان وژلي''

د انځور حقوق BBC World Service

د پاکستان بلوچستان ایالت په سیف الله سیمه کې د شري ناروغۍ د واکسین له کبله د یوې کورنۍ ۶ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.‌

دغې کورنۍ ادعا کړې چې دغه ماشومان د شري ناروغۍ نه د ژغورلو لپاره واکسین کولو له کبله مړه شوي.

دغو ماشومانو ته دوه ورځې مخکې د شری واکسین ورکړل شوي وو.

د کوټې په روغتون کې موجود د دغې کورنۍ یو غړی وايي، ټول ټال ۸ کسانو ته واکسین ورکړل شوي وو چې له ۲۰ نه تر ۳۰ دقیقو کې کانګې وکړې، وروسته بیا سېکه شول.‌

د دغې کورنۍ غړي وايي، له واکسین وروسته کله چې د ماشومانو حالت خراب شو،‌ سیمه ییز روغتون ته یې یوړل، خو هلته یې درملنه ونه شوه او له هغه ځایه یې بیا د کوټې روغتون ته راوړل.

دوی زیاته کړه، یوه ماشوم په لاره کې ساه ورکړه.

د سیف الله کلا په څېر کوټه کې هم د واکسین له کبله دوه ماشومان په بد صحي وضعیت کې روغتون ته وړل شوي.

د یوه مړه شوي ماشوم پلار وايي، تر هغه چې د دغه واکسین څېړنه ونه شي چې ولې یې ماشومان ووژل تر هغه به ماشومان خاورته ونه سپاري.

د پاکستان د روغتیا وزارت د شري د واکسین له کبله د ماشومانو د مړینې ادعا رد کړه.

دغه وزارت وايي، د اغېزمنو ماشومانو وینه یې د ارزونې لپاره لابراتو ته استولې چې ډېر ژر به یې نتیجه تر لاسه کړو.

د روغتیا وزارت یو تن چارواکی ډاکټر فاروق اعظم جان وايي، د ماشومانو مړینه کېدای شي د ناسمو خوړو له کبله پېښه شوې وي.

بلوچستان کې د اپریل له ۱۳مه راهیسې ماشومانو ته د شری واکسین چارې پیل شوې.

د واکسین دغه کمپاین به د اپریل تر ۲۶مه دوام لري او شاوخوا ۳۵ ماشومانو ته به د شری واکسین ور کړی شي.

ورته مطالب