په خيبر کې پنځه وسله وال وژل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption ويل کېږي په دې پېښه کې دری امنيتي کارکوونکي هم ټپي شوي او د درملنې لپاره يې پېښور ته لېږدولي دي

د پاکستاني ځواکونو په وينا ډېورنډ کرښې ته نژدې خيبر کې امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان دولتي راډيو د امنيتي ځواکونو له خولې وايي د خيبر په تيراه سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه کې شاوخوا پنځه وسله وال وژل شوي دي.

ويل کېږي په دې پېښه کې دری امنيتي کارکوونکي هم ټپي شوي او د درملنې لپاره يې پېښور ته لېږدولي دي.

په خيبر کې د امنيتي ځواکونو له خوا د (خيبر يو) او( خيبر دوه) په نامه عمليات روان دي. د پاکستان پوځ وايي ددې عملياتو په ترڅ کې يې سيمه له ترهګرو او وسله والو پاکه کړې ده.

خيبر چې په دريو برخو باړه، جمرود، او لنډي کوتل ويشل شوی له تېر کال راهيسې د پوځ عمليات په کې روان دي.

د پوځ او امنيتي ځواکونو د عملياتو له کبله ګن شمېر خلک له خپلو کورونو بې ځايه شوي دي.

د روانې مياشتې په پيل کې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو په مرسته له سيمې د بې ځايه شويو کورنيو د بېرته راستنولو پروګرام د پيل کولو اعلان کړی و.

ورته مطالب